د هاردېک پانډیا ناندریزه لوبډلمشري

د ممبۍ انډینز لپاره د هاردېک پانډیا تازنۍ لوبډلمشري او پر وړاندې یې مخالفتونه

د ګجرات ټایټنز پخوانی لوبډلمشر هاردېک پانډیا چې د ای پي اېل سږني پړاو کې د ممبۍ انډینز لوبډلمشري کوي، د نوموړي د ټاکل کېدو له پیله تراوسه یې د لوبډلمشرۍ پر وړاندې مخالفتونه او غبرګونونه نه دي ساړه شوي.

پانډیا چې د ممبۍ پخوانی لوبغاړی دی او په تېر پړاو کې ګجرات د لوبډلمشر په توګه اخیستی وو، سږ کال خپلې پخوانۍ لوبډلې بېرته له ځان سره کړ خو د نوموړي یو شرط دا وو چې باید لوبډلمشري ورکړل شي.

د ممبۍ تېر لوبډلمشر روهېت شرما چې په ټول ای پي اېل کې یو له مخکښو لوبډلمشر دی او تر اوسه یې د یادې لوبډلې په څو ګونو اتلولیو کې رول لوبولی له سږنۍ لوبډلمشرۍ کېنول شوی او پانډیا یې ځایناستی ټاکل شوی دی.

د لوبډلمشر په توګه د پانډیا له ټاکل کېدو سره هغه وخت د بومرا په ګډون د ممبۍ یو شمېر لوبغاړو هم مخالفت ښودلی وو.

که څه هم د ای پي اېل تېر کلني پړاو کې د ګجرات لپاره د پانډیا لوبډلمشري د راشد خان په څېر لوبغاړو او اشېش نېهرا په څېر روزونکو سره بریالۍ وه او ګجرات یې تر پای لوبې ورساوه خو سږکال یې د ممبۍ لپاره د لوبډلمشر په توګه د ای پي اېل پرانیسته بریالۍ نه وه.

د نوموړي د لوبډلمشرۍ پر وړاندې نه یوازې د ممبۍ بلکې د نورو لوبډلو مینه وال هم خپل مخالفتونه او غبرګونونه لري او د ممبۍ لپاره پانډیا د لوبډلمشرۍ وړ نه ګڼي.

سږکال ممبۍ خپله لومړنۍ لوبه د پانډیا پخوانۍ لوبډلې ګجرات ټایټنز ته وبایلله او پانډیا د لوبډلمشر په توګه خورا سختې شېبې او فشار تېر کړ تر دې چې میدان ته راغلیو ټولو مینه والو پرې پېغور ډوله چغې او نارې وهلې چې ګواکې لوبډلمشري نه شي کولی.

په همدې حال کې بیا د کرېکټ هندي شننونکي سونیل ګاواسکر د پانډیا د ډاډ او حوصلې لپاره ډېر په ځغرده وویل چې د ممبۍ د مینه وال په توګه یې ملاتړ کوي په داسې حال کې چې شننونکي او کمېنټېټران تل بې طرفه وي او کوم قاطع لوری نه اخلي.

د هاردېک پانډیا لپاره تر دې وروسته د لوبډلمشر په توګه له ګجرات سره مخامخ کېدل خورا سخت دي ځکه نوموړی د یادې لوبډلې پخوانی مشر وو او له ممبۍ لوبډلې نه شي کولی د افغان لوبغاړو په ګډون د ګجرات له لوبډلې سره وجنګیږي.