هندی لیګ؛ بنګلور په کور د ماتو پیل شروع کړ

بنګلور د ای پي اېل لومړنۍ لوبډله شوه چې په خپل کور کې ماتې خوري

د ای پي اېل په درشل کې رویل چلېنجرز بنګلور لوبډلې په خپل کوربتوب له کلکتې سره لوبه وکړه.

د لوبې پچه کلکتې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

بنګلور د خپلې توپ وهنې په پاڼۍ کې د پخواني لوبډلمشر ویرات کوهلي په بریدګرې لوبې او چټکو ۸۳ ناټ اوټ منډو مقابلې لوبډلې ته ۱۸۳ منډې هدف ورکړ.

د بنګلور لپاره ویرات ۸۳، کی مېرون ګرین ۳۳ او ګلېن مکسوېل ۲۸ ډېرې منډې جوړې کړې.

د کلکتې د توپ وهنې پاڼۍ کې د معمول خلاف الراونډر او مخکښ لوبغاړی سونیل نارین د لوبې په پیل کې راووت او خپلې لوبډلې ته یې چټک پیل ورکړ.

نوموړي د ۴۷ چټکو منډو په جوړولو سره د پاتې راتلونکو لوبغاړو لپاره هدف نږدې کړ او له مخامخ کېدونکي فشار یې وژغورل.

د کلکتې لپاره وینکاتېش لایر ۵۰، نارین ۴۷، فېل سالټ ۳۳ او لوبډلمشر شریاس لایر ۳۹ ډېرې منډې وکړې.

دا لوبه بنګلور ته په خپل کور کې د اوو وېکټو په توپیر په ماتې ورکولو پای ته ورسېده.

تر دې دمه په ای پي اېل کې ترسره شوې ټولې لوبې کوربه لوبډلو ګټلې وې خو بنګلور یوازنۍ او لومړنۍ لوبډله شوه چې په خپل کور کې یې ماتې وخوړه.

رویل چیلنجرز بنګلور له ۲۰۱۶ کال راهیسې تر اوسه په بنګلور کې د کلکته نایټ رایډرز پر وړاندې بریا نه ده ترلاسه کړې او دا یې په خپل کور کې له یادې لوبډلې شپږمه ماتې وه.

بل لور د ای پي اېل په بله لوبه کې راجستان رویلز د نوین الحق اړوند لوبډلې لکنو سوپر جاینټز ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.