د کرېکټ چمپینز لیګ د بیا پیلولو په اړه بحثونه

د سترو معتبرو سوداګریزو لیګونو د مخکښو لوبډلو شل اوریز لیګ، چمپینز لیګ

د هند غوره لیګ، د اسټرالیا بېګ باش، د سویلي افریقا لیګ، پاکستان سوپر لیګ او ورته نورو سوداګریزو لیګونو د مخکښو لوبډلو شل اوریز «چمپینز لیګ» د بیا پیلولو په اړه بحثونه راپورته شوي.

دا مهال د هند، اسټرالیا او انګلېنډ کرېکټ بورډونو ترمنځ د دغه لیګ د بیا په لاره اچولو په اړه سلامشورې روانې دي.

د سوداګریزو لیګونو د شهرت په دې دوران کې اوس د مخکښو هېوادونو کرېکټ بورډونه په دې فکر کې شوي چې اوس یې وخت دی یاد چمپینز لیګ بیا پیل کړي خو د پیل پر وړاندې یې اساسي خنډ د مناسب وخت ټاکل دي.

ویل کیږي چې ښایي د نارینوو د سوداګریزو لیګونو د مخکښو لوبډلو د چمپینز لیګ نه وړاندې د ښځینوو لیګ ترسره شي او کېدی شي د نارینوو د لیګ لپاره راتلونکي یا بل کال کې مناسب وخت وکتل شي.

په ورته مهال د اسټرالیا لوبډلمشر پټ کمېنز هم د دغه لیګ پر پیلېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د کرېکټ نړیوالو او سوداګریزو لوبو ترمنځ باید تناسب وساتل شي او په دې برخه کې فوټبال ښه بېلګه کېدی شي.

کمېنز وړاندې زیاتوي چې د کرېکټ یو داسې پلټ فارم جوړولو ته اړتیا ده چې په هغې کې د هند او پاکستان په ګډون د نړیوالو لوبو او سوداګریزو لیګونو مخکښ او نوموتي لوبغاړي ولوبیږي.

کمېنز پورتنۍ څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د پاکستان او هند ترمنځ د سیاسي ناندریو له کبله پاکستاني لوبغاړي په هند غوره لیګ کې نه اخیستل کیږي او دا راز هندي لوبغاړي له ای پي اېل پرته په بل هېڅ لیګ کې نه لوبیږي.

پټ کمینز همدا راز وایي، د چمپینز لیګ په ترسره کېدو به په کلنۍ توګه دا هم په ډاګه شي چې په نړۍ کې د کرېکټ کوم لیګ او د لیګ کومې لوبډلې پیاوړې او مخکښې دي.

په همدې حال کې د سوداګریزو لیګونو د مخکښو لوبډلو چمپینز لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې پیل او تر ۲۰۱۴ کال پورې یې شپږ پړاوه ترسره شوي وو چې له هغې را وروسته د کرېکټ بورډونو د بې پامۍ له کبله همداسې پاتې شو.

دغه لیګ څلور ځله په هند او دوه ځل په سویلي افریقا کې ترسره شوی وو چې څلور ځله د هندي غوره لیګ لوبډلو، دوه ځلې چنای سوپر کېنګز او دوه ځلې ممبۍ انډینز ګټلی وو، یو ځل د سویلي افریقا نیو سوت افریقا وېلز لوبډلې او یو ځل د اسټرالیا سېډني سېکسرز لوبډلې ګټلی وو.