بدنام کرېکټران باید له کرکټ ګوښه او هیڅ ونه بښل نشي


1

د پاکستان متقاعدو لوبغاړو د راستنېدو په لړ کې د محمد عامر پر وړاندې د رمیز راجا تریخ غبرګون

پاکستان راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې د ماتې خوړلو له وېرې او د یوې پیاوړې لوبډلې د جوړولو لپاره خپل پخواني متقاعد لوبغاړي را پخلا کوي.

په دې لړ کې د پاکستان پخواني او تازه تقاعد شوي لوبغاړي د یاد هېواد د کرېکټ بورډ په خوښه او سلا بېرته لوبډلې او تمریناتو ته راستانه شول.

تازه د پاکستان پخوانی متقاعد چپ لاسی تېز توپ اچوونکی محمد عامر هم له پاکستاني بورډ سره تر خبرو اترو وروسته بېرته لوبډلې ته راستون شوی.

د محمد عامر د راستنېدو پر وړاندې د پاکستان پخواني لوبغاړي، د کرېکټ بورډ پخوانی مشر او مبصر رمیز راجا تریخ غبرګون ښودلی.

راجا وایي، هغه لوبغاړي چې تورن دي او د خپل هېواد نوم بدوي هېڅکله باید د هېواد د بیا استازیتوب، د بېرته را ګرځېدو او لوبو موقع ور نه کړل شي.

محمد عامر په ۲۰۱۰ کال کې د انګلېنډ پر وړاندې په لارډز لوبغالي کې په مېچ فکسېنګ تورن شوی وو او له امله یې پنځه کاله له کرېکټ کېنول شوی وو.

رمیز راجا د پاکستان له نیوز چېنل سره په خبرو کې وړاندې زیاته کړه چې د محمد عامر له کبله دی هم له پېغورونو او خبرو سره مخ وو. وایي، کله به یې چې کمېنټري او تبصره کوله خلکو به ده ته هم د مېچ فکسېرانو له ډلې خطاب کاوه او ځورول کېدم به.

ښاغلی راجا ټینګار کوي چې که له محمد عامر سره نور خلک خواخوږي وښیي خو زما په کتاب کې دا ډول خلک نه بخښوونکي دي او حتی خدای مه کړه که زما خپل زوی هم ورته کار وکړي زه به یې بیخي عاق کړم.

دا په داسې حال کې ده چې عامر د انګلېنډ پر وړاندې د مېچ فکسېنګ د تور له امله له پنځه کلن بندیز وروسته بېرته له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۰ کال پورې یو ځل بیا د پاکستان لپاره ولوبېد.

محمد عامر په ۲۰۲۰ کال کې د انګلېنډ پر وړاندې په شل اوریزه لوبه کې له لوبېدو وروسته د پاکستاني کرېکټ بورډ د مدیریت له دوه مخي او توپیري چلند شکایت وکړ او له همدې امله یې په یاد کال کې له کرېکټ سره مخه ښه وکړه خو تازه یې له کرېکټ بورډ سره له مثبتو خبرو اترو وروسته تقاعد واخیست او له پاکستانۍ لوبډلې سره په تمریناتو کې یوځای شوی.

  1. ↩︎