دوه جادوګرو افغان توپ اچوونکو هم ګجرات له ماتې ونه شو ژغورلی

د ای پي اېل سیالیو په دوام کې د درې افغان لوبغاړو اړوند لوبډلې ګجرات ټایټنز د نوین الحق له اړوندې لوبډلې لکنو سوپر جاینټز سره لوبه وکړه.

د لوبې پچه لکنو وګټله او ګجرات ته یې لومړی د توپ اچوونې بلنه ورکړه.

لکنو په ټولو شل اورونو کې د پنځه لوبغاړو په زیان ګجرات ټایټنز ته ۱۶۳ منډې هدف ورکړ.

د لکنو لپاره مارکس سټوینس ۵۸، کېل راهول ۳۳، نېکولاس پوران ۳۲ او ایاس بوداني ۲۰ ډېرې منډې جوړې کړې.

بل لور د ګجرات ټاینټز لوبډله کې دا ځل یوازې دوه افغان لوبغاړو راشد خان او نور احمد لکڼوال ته د لوبېدو موقع ورکړل شوې وه.

خو د دغو دوو افغان لوبغاړو د توپ جادو هم دا ځل ګجرات له ماتې ونه شو ژغورلی.

راشد خان او نور احمد چې تل یې د ګجرات لپاره په توپ اچوونه کې اغېزمن رول لوبولی په دې لوبه کې ونه شول کولی له یوې زیاتې وېکټې واخلي، راشد په څلورو اورونو کې د ۲۸ منډو په ورکولو یو وېکټ ترلاسه کړه او نور احمد په څلورو اورونو کې د کومې وېکټ له ترلاسه کولو پرته ۲۲ منډې ورکړې.

په توپ وهنه کې هم د راشد او نور د لوبډلې ملګرو د پام وړ ننداره نه درلوده او د تمې خلاف یې ټول لوبغاړي زر له له لاسه ورکړل.

د ګجرات لپاره یوازې سی سودرسن ۳۱، راهول تیواتیا ۳۰ او شوبمن ګېل ۱۹ ډېرې منډې وکړې.

راشد خان چې ډېر کله په توپ وهنه کې هم د ګجرات لپاره مسوولیت منوونکې لوبه کوي او د تېر کال په پړاو کې یې د خپلې توپ وهنې پر مټ د یادې لوبډلې لپاره ډېرې لوبې ګټلې وې، په دې لوبه کې ونه شول کولی توپونه ولوبوي او په صفر منډو وسوځېد.

ګجرات دا لوبه د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو په ۱۸.۵ اورونو کې د ۳۳ منډو په توپیر وبایلله.

په همدې حال کې په سیالې لوبډلې کې بل افغان لوبغاړی نوین الحق هم ولوبېد او په څلورو اورونو کې یې د یو لوبغاړي په سوځولو سره ۳۷ منډې ورکړې.

په ټوله کې لکنو سوپر جاینټز دا لوبه د یاش ټاکهور په غوره توپ اچوونې او پنځه وېکټو په اخیستو وګټله.