د کلکتې له خوا پرلپسې څلورو لوبو کې د ګربز نه لوبولو ته غبرګونونه


ای پي اېل کې د کلکتې له خوا پرلپسې څلورو لوبو کې د ګربز نه لوبولو ته غبرګونونه؛

د ای پي اېل سږني پړاو کې په بېلابېلو لوبډلو کې د افغان لوبغاړو له لوبېدو سره هم مهاله په ځانګړې توګه د رحمن الله ګربز اړوند لوبډلې کلکتې تراوسه ګربز ته د لوبېدو چانس نه دی ورکړی.

کلکتې تر دې دمه په روان ای پي اېل کې څلور لوبې کړي چې درې یې ګټلي او یوه یې بایللې ده خو په دې ټولو څلورو لوبو کې تر اوسه د ګربز د لوبولو څرک نه دی لیدلی شوی.

سره له دې چې ګربز ته په وروستیو دوو لوبو کې د اېمپکټ لوبغاړو په نوملړ کې ځای ورکړل شوی وو خو بیا هم نوموړی د لوبولو لپاره را ونه ایستل شو.

د کلکتې لوبډلې دې کار په خواله رسنیو په ځانګړې توګه د رحمن الله ګربز د افغان مینه والو غبرګونونه راپورته کړې.

رحمن الله ګربز یوازې د کلکتې د خواله رسنیو په پاڼو کې لیدل کیږي چې د دغې لوبډلې د فېسبوک او اېکس پاڼو له خوا یې عکسونه او بېلابېلې وېډیو ګانې له پښتو کېپشنونو سره خپریږي خو لا هم په عملي میدان کې نه دی لوبول شوی.

د کرېکټ افغان مینه وال وایي، ګربز لږ تر لږه د دې وړ دی چې له تېرو څلورو لوبو لاقل په یوې کې د لوبولو چانس ورکړل شوی وی خو د کلکتې لوبډلې مدیریت نوموړی له پامه غورځولی.

دوی د یادې لوبډلې پر خواله رسنیو د پرلپسې عکسونو او وېډیو ګانو په خپرولو هم نیوکه کوي او زیاتوي چې ایا ګربز یوازې د کلکتې لوبډلې د فېسبوک او اېکس پاڼو د چلولو لپاره اخیستل شوی چې تفریحي وېډیو ګانې او عکسونه یې خپاره شي، که د لوبو لپاره اخیستل شوی؟

د کلکتې لوبډلې پر پاڼو په تبصرو کې هم د ګربز مینه وال غوښتنه کوي چې د نوموړي د عکسونو او وېډیوګانو د خپرولو پرځای ورته یوولس کسیزه لوبډله کې ځای ورکړئ، میدان ته یې راوباسئ او ویې لوبوئ.

د کلکتې لوبډلې مدیریت تراوسه د دغو ټولو نیوکو او غوښتنو پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په سږني ای پي اېل کې دغې لوبډلې انګلېنډي لوبغاړي فېل سالټ ته ډېر پام کړی او د لومړۍ لوبې پرمهال یې روزونکي ویلي وو چې فېل سالټ ته یې ځکه موقع ورکړې چې نوموړی د ګربز په پرتله په تمریناتو او له دې وړاندې په سوداګریزو لیګونو ښه کې ښه ځلېدلی وو.
دا په داسې حال کې ده چې رحمن الله ګربز په دې وروستیو کې په شل اوریزو لوبو کې ډېر ښه نه وو ځلېدلی.

په ورته مهال په کلکتې لوبډلې کې بل افغان ځوان لوبغاړی الله محمد غضنفر هم شته چې تازه له خپلې لوبډلې سره یوځای شوی خو دا چې موقع به ورکړل شي او که نه او یا به د ګربز په برخلیک اخته وي؟ په راتلونکو لوبو کې به ولیدل شي.

په همدې حال کې د ای پي اېل په بله لوبډله ګجرات ټایټنز کې درې افغان لوبغاړي، راشد خان، عظمت الله عمرزی او نور احمد لکڼوال لوبیږي چې تراوسه درې واړو ته په څو لوبو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی.

بل لور په لکنو سوپر جاینټز لوبډله کې نوین الحق ته هم پرلپسې په ټولو لوبو کې د توپ اچوونې وخت ورکړل شوی، په ممبۍ انډینز لوبډله کې محمد نبي ته یو ځل د لوبېدو چانس ورکړل شوی او په سنرایزرز حیدرآباد لوبډله کې فضل الحق فاروقي هم د رحمن الله ګربز له برخلیک سره مخ دی.