افغان چټک توپ اچوونکی نوین الحق د وېسټ انډیز پر وړاندې شل اوریزې لوبلړۍ او ورسره د راروان ۲۰۲۶ز شل اوریز نړیوال جام له سیالیو بهر شو.
د ملي لوبډلې پیاوړی چټک توپ اچوونکی نوین الحق د ښي لاس د اوږې پر هډوکي د ډېر فشار راتلو له امله د رامنځته شوي درز له وجې راروانو لوبو لپاره د ملي لوبډلې له ترکیب لرې کړای شو.
نوین الحق ته د ۲۰۲۵ کال فبرورۍ په میاشت د اوږې د عملیات ترسره کولو وروسته د ډاکټرانو لخوا د څه مودې لپاره استراحت سپارښتنه شوې وه. له سرجري وروسته نوموړي د جولای په میاشت کې د امریکا په میجر لیګ کې راڅرګند او یو وار بیا ټپي شو، چې له امله یې ونشو کړای په ۲۰۲۵ز کال آسیا جام سیالیو کې چې د سېپټمبر میاشت کې ترسره شوې، د ملي لوبډلې سره مل شي. د لنډې دمې وروسته یو وار بیا د دوبۍ تجارتي لیګ د مای امارات په لباس کې د دوه لوبو کولو وروسته یې ټپونه بیا تازه شو چې له وجې به یې د افغانستان لپاره د ۲۰۲۶ز کال نړیوال جام کې هم غیرحاصر وي.
د کرېکټ بورډ د خبر په اساس نوین الحق د لا ښې درملنې په موخه انګلستان هېواد ته تللی.
که څه هم نوین الحق د کرکټ په ډګر کې د خپل لوبیز ژوند د اوږدېدو او ډېر دوام لپاره له یو ورځنیو لوبو لاس په سر شوی خو لا هم د تېر یو کال راهیسې پدې نه دی توانېدلی چې د ټپونو له امله په شل اوریزو لوبو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
نوموړی چې د ملي لوبډلې تکړه او کلیدي لوبغاړو له ډلې دی چې شتون یې په لوبو کې په مقابلې لوبډلې د فشار راوستو لامل کیدای شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د نوین الحق په نشتون کې ،بل چټک توپ اچوونکې ضیاالرحمن شریفي د وېسټ انډیز په وړاندې لوبلړئ او ورسره راروان شل اوریز نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې نوملړ ته اضافه کړ.
په ورته مهال د ملي لوبډلې بل چټک توپ اچوونکی فرید ملک د لوبډلې سره د احتیاطي لوبغاړو ډله کې شامل شو.
د یادونې وړ ده چې نوین الحق چې په ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې د ملي لوبډلې سره یوځای وو، او د چټکې توپ اچوونې په برخه کې د ښې کارکردګۍ له امله افغان لوبډلې وکولای شول نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي، چې په سږکال نړیوال جام کې به یې نشتون او لوبډله کې تشه تر ډېره محسوسه شي.
ټاکل شوې افغان کرکټ ملي لوبډله د روانې اوونۍ پر یکشنبې ورځ د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د وېسټ انډیز پر وړاندې درې شل اوریزو لوبو لوبلړئ پیل کړي، او ورسره د راتلونکې فبرورۍ میاشت کې په شل اوریز نړیوال جام کې برخه واخلي.
