له ټیپ بال کرکټ تر نړیوال جام – د افغان ځوان سفر

 

په کوڅو او پارکونو کې د ټېپ‌بال کرکټ څخه تر نړیوال جام پورې؛ د زین‌الله احسان الهام‌بښونکی سفر

افغانستان کې زېږېدلی ځوان او د سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې تیز توپ اچوونکی زین‌الله احسان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۶م کال د شل اوریز نړیوال جام سیالیو لپاره د سکاټلنډ د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.

نولس کلن زین‌الله احسان په افغانستان کې زېږېدلی او له ماشومتوبه یې له کرکټ سره ژوره مینه لرله.
هغه په ۲۰۲۲م کال کې د سکاټلنډ هېواد کې د اوسېدو قانوني اقامه ترلاسه کړه او هماغه ځای کې یې د کرکټ په ډګر کې د خپل خوبونو د پوره کېدو لپاره جدي هڅې پیل کړې.

زین‌الله د خپل لوبیز ژوند سفر د ټېپ‌بال له لوبو پیل کړ. نوموړي ګلاسکو ته تر کډوالېدو وروسته له نورو افغان مهاجرینو سره په پارکونو کې د ټېپ‌بال کرکټ لوبې کولې، خو د لوړې کچې لوبو ته د رسېدو ارمان یې تل له ځانه سره لره.

د زین‌الله په وینا، جي هیچ کی کرکټ کلب کې یې د خپل ورور په ملاتړ د هارډبال کرکټ پیل وکړ، چې همدا د هغه د مسلکي کرکټ بنسټ وګرځېد. د نوموړي چټک رفتار، د توپ کنټرول او زړورتیا ډېر ژر د کلب د روزونکو پام ځان ته واړاوه.

زین‌الله احسان په کلب کرکټ کې د غوره ځلېدو وروسته د سکاټلنډ د ۱۷ کلنو ځوانانو ټرایل کې بریالی شو او ورسره د همدې عمر ملي لوبډلې ته انتخاب شو. نوموړي وروسته د سکاټلنډ د ۱۹ کلنو او همدارنګه د «الف» لوبډلې لپاره هم لوبې وکړې او خپله وړتیا یې لا نوره هم ثابته کړه.

د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ میاشت کې زین‌الله د کرکټ په ډګر کې د خپل ژوند تر ټولو ستر سفر پیل کړ، کله چې هغه د ۲۰۲۶م کال د نارینه وو د شل اوریز نړیوال جام لپاره د سکاټلنډ د ۱۵ کسیزې لوبډلې په نوملړ کې شامل شو. دغه نړیوال جام به په هند او سریلانکا کې ترسره شي.

زین‌الله د تیرې چهارشنبې په ورځ د نامیبیا خلاف تمریني لوبه کې د سکاټلینډ لوبډلې برخه وو. نوموړي په دې سیالۍ کې د ۴۹ منډو په بدل کې یو لوبغاړی وسوځاوه، خو سکاټلنډ د ناميبيا پر وړاندې له ماتې سره مخ شو.

د سکاټلنډ ملي لوبډله به د ریچي بیرینګټن تر مشرتابه لاندې په نړیوال جام کې سیالۍ ترسره کړي. سکاټلنډ دغه نړیوال جام ته وروسته له هغې لار وموندله چې بنګله‌دېش د هند سره د شته ستونزو له امله نړیوال جام کې له ګډون لاس واخیست، او سکاټلنډ د شل اوریز نړیوال رېنکېنګ کې د مخته والي له مخې دې سیالیو ته لار پیدا کړه.

زین‌الله احسان نن د زرګونو افغان کډوالو ځوانانو لپاره د امید، زحمت او نه‌ماتېدونکی ارادې بېلګه ده؛ یو داسې سفر چې له پارکونو او ټېپ‌بال څخه پیل شو او د نړیوال جام تر ستر سټېج پورې ورسېد.