د قوش تپې ملي سیالۍ له کندهار کابل ته انتقال او ۱۵ ورځې وځنډول شوې


د قوش تپې ملي شل اوریزې سیالۍ له کندهار کابل ته انتقال او له ټاکل شوې نېټې وځنډول شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ په چوکاټ کې د قوش تپې ملي شل اوریزو سیالیو د ځنډولو اعلان وکړو.

د کورني کرېکټ مسؤول نظیم جار عبدالرحیمزي په دې اړه په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دغه سیالۍ یې له کندهار کابل ته ولېږدولې او له ټاکل شوې نېټې یو څه په ځنډ د نوي مهالوېش له مخې د می په لومړۍ نېټه پیل او تر ۱۳مې به دوام وکړي.

ښاغلي عبدالرحیمزي یې د ځنډ او له کندهار کابل ته د لېږد لامل تخنیکي او لوژستیکي ستونزې یادې کړې.

نوموړي وویل په دې وروستیو کې مو په کندهار کې د کورني کرېکټ په چوکاټ کې بېلابېلې سیالۍ ترسره کړې خو دا چې په کابل کې مو دا ډېر وخت سیالۍ نه دي ترسره کړي، غوره مو وګڼله د قوش تپې ملي سیالۍ پلازمېنې ته را ولېږدوو.

نظیم جار عبدالرحیمزي یې بل لامل کندهار ته د تخنیکي وسایلو وړل یاد کړل او زیاته یې کړه چې په ښه کیفیت د لوبو د خپرولو لپاره یې ځینې وسایل له بهر هم را غوښتي او د لارې د لېرې والي او خرابوالي له کبله نه شي کولی ټول وسایل کندهار ته ولېږدوي نو ځکه یې د دغو سیالیو لپاره کابل ښه انتخاب وبللو.

په همدې حال کې له قوش تپې وروسته ځینې نورې ملي سیالۍ هم پلان شوي چې تراوسه یې نېټې او وخت نه دی په ډاګه شوی.