Category: cricket

په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان کورنۍ سیالۍ

په ۲۰۲۵ کال کې د کورنیو سیالیو له اړخه په افغانستان دننه هم ګرم کال و چې فرسټ کلاس، واخان جام، لېسټ اې، شپږیزه، ګرېډ ون او ګرېډ ټو سیالۍ د یادونې وړ دي.

لومړی د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس لوبې له می میاشتې تر جون پورې د ننګرهار په کوربتوب د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې میوند اتلانو یې د اتم پړاو سیالیو اتلولي وګټله.

په ټوله کې د فرسټ کلاس د پای لوبې په ګډون ټولې ۱۳ لوبې ترسره شوې چې څه باندې یوه میاشت یې دوام وکړ.
شپږ لوبې بې پایلې شوې او پاتې شپږو کې درې د ماهیپر ستورو او یوه– یوه لوبه میوند اتلانو، پامیر لېجنډز او هندوکش سټرایکرز وګټله.

په دې سیالیو کې د توپ وهوونکو له ډلې تر ټولو ډېرې منډې شاهدالله کمال جوړې کړي چې د شپږو لوبو په لسو پاڼیو کې یې د دوه سلیزوپر مټ ۵۴۱ منډې وکړې.

ورپسې په ترتیب سره په دویم مقام حشمت الله شهیدي د څلورو لوبو په لسو پاڼیو کې د درې سلیزو پر مټ ۴۹۵ او په درېیم مقام رحمن الله ځدراڼ د شپږو لوبو په لسو پاڼیو کې ۴۷۶ منډې جوړې کړې.

سږکال په فرسټ کلاس لوبو کې د یوې پاڼۍ تر ټولو لوړې انفرادي منډې حشمت الله شهیدي جوړې کړې چې ۲۰۵ منډې یې وکړې.

په همدې حال کې د توپ اچوونکو له ډلې د فرسټ کلاس په سږنیو لوبو کې شرف الدین اشرف تر ټولو ډېرې وېکټې واخیستې چې د شپږ لوبو په دولس پاڼیو کې یې ۳۶ لوبغاړي سوځولي دي.

ورپسې په دویم مقام یمین احمدزي د شپږو لوبو په دولس پاڼیو کې ۲۶ وېکټې او په درېیم مقام ضیاء الرحمن اکبر د پنځو لوبو په نهو پاڼیو کې ۲۵ وېکټې ترلاسه کړې دي.

د یوې پاڼۍ تر ټولو غوره توپ اچوونه بشیر احمد افغان کړې چې د ۴۹ منډو په ورکولو یې ۶ لوبغاړي سوځولي.

په ورته وخت، فرسټ کلاس لوبو پسې په جون میاشت کې د کندز ولایت په کوربتوب د واخان شل اوریزې سیالۍ ترسره شوې او د هندوکش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

هندوکش سټرایکرز، ماهیپر ستوري، میوند اتلان او پامیر لېجېنډز د سږ کال ملي شل اوریز لیګ ګډون کوونکې لوبډلې وې.

پایلوبې ته پامیر لېجېنډز او د ماهیپر ستورو لوبډلې وتلې وې.
چې په پایله کې یې هندوکش سټرایکرز وکولی شول د یوې وېکټې په توپیر پامیر لوبډلې ته ماته ورکړي او د شل اوریز جام اتلولي خپله کړي.

په دې ټورنمنټ کې تر ټولو ډېرې منډې ذبید اکبري جوړې کړې چې د هندوکش سټرایکرز لپاره یې ۱۶۷ منډې ترسره کړې او مخکښ ویکټ اخیستونکي یما عرب وو چې د خپلې لوبډل لپاره یې ۱۱ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې وړ ده چې واخان شل اووریزې سیالۍ تېرکال د قوشتېپې سیالیو په نوم ترسره شوې وې.

د ۲۰۲۵ کال د پېښو لړۍ؛ چمپینز ټرافي او مهم اړخونه

په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله کې د کرېکټ د مینه والو لپاره د بېلابېلو جالبو پېښو له کبله ډېر ځانګړی وو او د همدغو پرمختګونو له مخې کرېکټ لا ډېر پراخ شو او وغوړېد.

په دې کال کې د کرېکټ چمپینز ټرافۍ سیالۍ له اوږدې مودې اته کلونو وروسته بېرته ترسره شوې، چې د کرېکټ مینه‌والو ته یې ځانګړې ارزښت درلود.
په دې سیالیو کې د نړۍ یوازې اته غوره لوبډلو ګډون کړی و، چې له امله یې هره لوبه د پایلوبې په کچه مهمه بلل کېده.

په دې ټورنمنټ کې د ځینو سیالیو ځایونه د سیاسي او امنیتي شرایطو له امله بدل شول، چې دا خپله د چمپینز ټرافۍ یو له مهمو بحثونو څخه و. خو سره له دې هم سیالۍ په منظم ډول ترسره شوې او د نندارچیانو پام یې ځانته راواړاوه.

چمپینز ټرافۍ د ځوانو لوبغاړو لپاره د ځان ښودلو ښه فرصت هم و. یو شمېر نويو لوبغاړو د سترو لوبډلو پر وړاندې په زړه پورې لوبې وکړې او نړیوال کرېکټ ته یې د خپل راتګ اعلان وکړ. لکه د افغان لوبډلې پیلیز توپ وهوونکي صدیق الله اتل چې د اسټرالیا پر وړاندې په زړه پورې توپ وهنه وکړه.
همدارنګه ځینې مشهور او تجربه‌لرونکي لوبغاړي بیا د تمې خلاف د فشار لاندې پاتې راغلل.

په ورته وخت د توپ اچوونکو او توپ وهوونکو ترمنځ توازن د دې ټورنمنټ بله ځانګړنه وه. په ډېرو لوبغالو کې داسې سیالۍ ولیدل شوې چې دواړه خواوې په کې اغېزناکې وې، چې دې کار لوبو ته لا زیات خوند ورکړ.

بل لور د دغو سیالیو جالب اړخ له کلونو وروسته د هندۍ لوبډلې اتلولي وه. د هند ملي لوبډلې له ۱۲ کالو وروسته د یو ورځنیو نړیوالو لوبو جام وګټلو.

هندۍ لوبډلې په چمپنتز ټرافۍ سیالیو کې هېڅ لوبه ونه بایلله او په پای لوبه کې یې هم مخکښې لوبډلې نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو سره دغه جام وګاټه.

په ټوله کې، د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافۍ نه یوازې د لوړې سیالۍ شاهد و، بلکې د کرېکټ د نړیوال نظم، ځوان استعدادونو او د لوبې د بدلونونو څرګند انځور یې هم وړاندې کړ.

په لومړي ځل د افغانستان کوربتوب – د ځوانانو د آسیا جام تاریخي پړاو

نن د ډسېمبر دولسمه په متحده عربي اماراتو کې د ځوانانو اسیا جام سیالیو دولسم پړاو د افغانستان په کوربتوب پیل شو .

دا سیالۍ د آسیا کرېکټ شورا (ACC) له لوري د یوورځنیو (ODI) سیالیو په بڼه په لار اچول کیږي چې په لومړي ځل افغانستان د دې سیالیو کوربتوب کوي او ټولې لوبې د امارتو په دوبۍ کې ترسره کیږي.

یادې سیالۍ  د اتو آسیایي هیوادونو د کرېکټ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي . هند تر ټولو ډېر ۸ ځلې د دې سیالیو اتلولي ګټلې ده. په داسې حال کې چې افغانستان په ۲۰۱۷م کال کې د چټک توپ اچوونکي نوین الحق په لوبډلمشرۍ پاکستان ته په ماتې ورکولو د ځوانانو آسیا جام سیالیو اتلولي ګټلې وه. مجیب الرحمن د ۲۰ وېکټو په اخیستو د ټورنمنټ غوره لوبغاړی ټاکل شوی وو.

د افغانستان په ګډون په سږني ځوانانو آسیا جام سیالیو کې هند، پاکستان، بنګلدېش، سریلانکا، نیپال، مالیزیا او اماراتو هیوادونه لوبیږي چې پکې لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوي دي.

بنګله دېش د تېر اسیا جام سیالیو اتله لوبډله ده، چې د ۲۰۲۴ کال د ځوانانو آسیا جام په پای لوبه کې یې هند ته د ۵۹ منډو په توپیر ماتې ورکولو خپله دوهمه اتلولي وګټله.

ټاکل شوې په دې ټورنمنټ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ډسېمبر په ۱۳مه د بنګلدېش په وړاندې ترسره کړي.

په لومړي ځل د افغانستان په کوربتوب د ځوانانو آسیا جام سیالۍ ترسره کېدل ،د کرېکټ بورډ لویه لاسته راوړنه ده چې د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ او د نړیوالو د باور ترلاسه کولو کې مهم رول لوبولی شي. دغه فرصت به د نوي نسل لپاره د پرمختګ دروازې پرانیزي او افغانستان ته به د کرېکټ په ډګر کې لا لوړ مقام ور وبخښي.

په آسیا جام کې ټولې ترسره کېدونکې ۱۵ لوبې به د ډیسیمبر تر ۲۱مې نېټې دوام وکړي .

د شل اوریز نړیوال لیګ څلورم پړاو

اماراتو کې د ترسره کېدونکي شل اوریز نړیوال لیګ څلورم پړاو سبا د ډیسمبر په دویمه نېټه پیل او د ۲۰۲۶ کال جنورۍ تر څلومرې نېټې به دوام وکړي. 

یاد لیګ د ۲۰۲۳ کال راپدېخوا د شپږو لوبډلو په ګډون د کرېکټ د نړۍ د نوموتو او تکړه لوبغاړو په شتون اماراتو کې په لار اچول کیږي. 

سږ کال نړیوال شل اوریز لیګ هم د شپږو لوبډلو ( ابوظبي نایټ رایډرز، ګلف جاینټ، ډیزرټ وایپرز، دوبۍ کپیټلز، ایم آی امارات او شارجه وارییرز ) په لوبېدو د اماراتو په درې لویو لوبغالو ( دوبۍ، شارجه او شېخ زاید ) کې ترسره کیږي.

ټاکل شوې د نورو کلونو په څېر سږ کال هم یو شمیر افغان لوبغاړي په دې لیګ کې د بیلابیلو  لوبډلو په ګټه ولوبیږي.

محمد نبي، صدیق الله اتل او ګلبدین نایب د دوبۍ کپیټلز لپاره

نور احمد د ډیزیرټ وایپرز لپاره، عظمت الله عمرزی او رحمن الله ګربز د ګلف جاینټ لوبډلې سره

نوین الحق، فضل الحق فاروقی او الله محمد غضنفر به د ایم آی امارات لوبډلې لپاره ولوبیږي.

نړیوال شل اوریز لیګ کې اخیستل شوي ټول افغان لوبغاړي اماراتو ته رسیدلي .

د لیګ لومړۍ لوبه د دوبۍ کپیټلز او ډیزرټ وایپرز ترمنځ په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

دوبۍ کپیټلز د تېر پړاو اتله لوبډله ده چې د سام کورن په لوبډلمشرۍ یې ډیزرټ وایپرز لوبډلې ته یې د څلورو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

چټک توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي د تیر پړاو مخکښ وېکټ اخیستونکی وو.

د راتلونکي کال هند غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د ساتلو پای  

د ۲۰۲۶م کال هند غوره لیګ یا آی پي اېل لپاره د ټولو لوبډلو له لوري د ساتل شویو لوبغاړو نوملړ په ډاګه شو.

د هند تجارتي لیګ ۱۹م پړاو سیالۍ ټاکل شوې د راتلونکي ۲۰۲۶ کال مارچ میاشت کې پیل شي. 

یاد لیګ کې له کلونو راهیسې د نورو بهرنیو لوبغاړو سربېره یو شمیر افغان لوبغاړي هم لوبیږي.

تېر کال د راشد خان او رحمن الله ګربز په ګډون نور احمد، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمن، صدیق اتل، الله محمد غضنفر او کریم جنت د بیلابیلو لوبډلو برخه وو.

د ۲۰۲۶ کال سیالیو لپاره د راشد خان سربېره نور احمد ، الله محمد غضنفر او عظمت الله عمرزی د خپلو لوبډلو له لوري وساتل شول، په داسې حال چې د ګربز په ګډون پاتې نور افغان لوبغاړي د خپلو لوبډلو لخوا ونه ساتل شول.

تېر کال په ۱۸م پړاو هند غوره لیګ سیالیو کې تر نورو افغان لوبغاړو نوراحمد خورا ښه وځلېد او د خپلې لوبډلې چینای سوپرکېنګ لپاره یې د لوبو په بریا کې مهمه ونډه لرله. نوموړي په اتو لوبو کې د 7,67 په ایکانومۍ  12 لوبغاړي سوځولي وو.

د نورو کلونو په پرتله د ۲۰۲۵ کال آی پي اېل سیالۍ د ستوري لوبغاړي راشد خان لپاره ترټولو سخت پړاو وو نوموړی د مینه والو د تمې خلاف ښه ونه لوبېده . راشد خان د تیر پړاو په 8 لوبو کې، په هر اوور کې شاوخوا د 10 منډو په ورکولو یواځې د درې لوبغاړو په سوځېدو توانېدلی وو، چې دا د آی پي اېل په تاریخ کې د خان تر ټولو خرابه لوبېدنه وه.

د افغان لوبغاړو سربېره انډري رسل، محمد شامي، ډي کاک، جډېجا، ډېون کانوې، سام کورن، رچېن روېندرا او یو شمیر نور تکړه بهرني لوبغاړي هم د خپلو لوبډلو له لوري ونه ساتل شول. 

د تېر کال اتلې لوبډلې بنګلور هم د لیام لیوېنګسټن او مایانک اګروال سربېره یو شمیر لوبغاړي خوشې کړل.

د راتلونکي ۲۰۲۶ کال هند غوره لیګ لپاره به کلکته نایټ رایډرز لوبډله تر ټولو ډیر  ۶۴،۳ کروړ او ممبی انډینز لوبډله به د ۲،۷۵ کروړو سره د لوبغاړو په بولۍ کې ګډون وکړي. 

په یوورځنۍ لوبلړۍ کې د بنګلدېش په وړاندې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې بریا

اسیایي جام سیالیو او بنګله دېش سره په شل اوریز سیریز کې د پرلپسې ماتو وروسته د افغانستان ملي لوبډلې بنګله دېش ته په یوورځنۍ لوبلړۍ کې 3.0 ماتې ورکړه.

د اکټوبر په اتمه نېټه د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې بنګله دېش لوبډله د ۲۲۲ منډو هدف څخه دفاع کې پاتې راغله او افغان لوبډلې وکولی شول د لوبې ۴۸م اوور کې د پنځو وېکټو په شتون یاد هدف پوره او بریا خپله کړي، عظمت الله عمرزي د ۴۴ منډو ترسره په کولو او درې لوبغاړو سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دویمه لوبه کې بنګله دېش لوبډلې د افغانستان لخوا ټاکل شوې د ۱۹۱ منډو هدف پوره نشو کړی او د ۸۱ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله. د لوبې په اوږدو کې افغان توپ وهونکی رحمت شاه د ټپي کېدو له وجې له سیالۍ بهر شو. ابراهیم ځدران د ۹۵ منډو په ترسره کولو د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

راشد خان هم د تل په څیر توپ اچوونه کې ښه وځلید او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل.

د سیریز وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه چې د اکټوبر په ۱۴مه نېټه د ابوظبي په شېخ زاید لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

یوځل بیا د افغانستان لپاره پیلیزو توپوهونکو ګربز او ابراهیم ښه پیل واخیست او د ۹۹ منډو ملګرتیا یې ترسره کړه.

ابراهیم ځدران یوځل بیا پرلپسې دوه لوبو کې په ۹۵ منډو خپله وېکټ له لاسه ورکړه او د سلیزې په ترسره کولو کې ونه توانېد.

توپوهنه کې د ابراهیم په زړه پورې لوبې سربېره محمد نبي چټکې ناسوځېدلې ۶۲ منډې، رحمن الله ګربز ۴۵ او صدیق اتل ۲۹ منډې ترسره کړې. او د ۲۹۳ منډو هدف یې وټاکه.

افغان توپ اچوونکو د تل په څیر ښکلې لوبه پیل کړه. د ورو توپ اچوونکو ترڅنګ دا ځل چټک توپ اچوونکي هم ښه وځلېدل او د بنګله دېش ټول لوبغاړي یې په ۹۳ منډو وسوځول.

توپ اچوونه کې چټک توپ اچوونکي بلال سمیع ۵، راشد خان ۳ او عظمت الله عمرزي یو لوبغاړی وسوځوه.

بلال سمیع چې د ټپي شوي سلیم صافي په ځای لوبډلې سره یوځای شوی وو ویې کولی شول د خپل لوبیز ژوند په دویمې نړیوالې یوورځنۍ لوبه کې په زړه پورې کارکردګي ترسره او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي.

ابراهیم ځدران درې لوبو کې د ۲۱۳ منډو په ترسره کولو د لوبلړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

راشد خان د ۱۱ لوبغاړو په سوځولو د سیریز مخکښ وېکټ اخیستونکی شو. راشد خان ارمان وروستۍ لوبه کې بنګله دېش په وړاندې یوورځینو لوبو کې خپله ۵۰مه شپږیزه ترسره کړه.

د بنګلدېش او افغانستان ترمنځ یوورځنیو ترسره شویو لوبلړیو کې دا لومړی ځل دی چې یوه لوبډله سیریز 3:0 په خپل نوم کوي.

افغان لوبډله د یوورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې ۹۵ پواینټونو سره د اېنګلنډ نه مخکې په اووم مقام کې ځای لري .

پداسې حال چې د کرېکټ نړېوالې شورا لخوا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې په توپ اچوونکو کې راشد خان لومړی ځای، عظمت الله عمرزي په الرونډرانو کې لومړی ځای او ابراهیم ځدران په توپ وهونکو کې  لومړی ځای خپل کړی دی.

په ورته مهال ټاکل شوې افغان لوبډله د زیمبابوی په وړاندې د یوې ټېسټ او درې شل اوریزو لوبو سیریز کې د اکټوبر له ۲۰مې د نومبر تر ۲مې نېټې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام پای او د هند لوبډلې بریا

هند لوبډلې د سپټمبر په ۲۸مه نېټه په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې په زړه‌راښکونکې پایلوبه کې پاکستان ته د پنځو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

هند او پاکستان د لومړي ځل لپاره د اسیا جام پایلوبه کې د یو بل سره مخامخ شول.

د پایلوبې پچه هند وګتله او د توپ اچوونې پرېکړه یې وکړه.

د پاکستانۍ لوبډلې پیلیزو توپوهونکو ښه پیل واخیست، خو وروستیو  کې لوبغاړي یې د ډېرو منډو او ملګرتیا په جوړېدو کې پاتې راغلل. پاکستان د صاحبزاده فرهان ۵۷ او فخر زمان ۴۶ منډو په مټ هند ته د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.

کلدیپ یادو د څلورو ،بومرا، اکسر پټیل او ورون چکروتي هر یو د دوه دوه لوبغاړو په سوځېدو بریالي شول.

هندۍ لوبډلې وکولی شول د لوبې وروستي اوور کې د شیوام ډوبي ۳۳ او تېلک ورما ۶۹ ناسوځېدلو منډو پر مټ پاکستان ته د پنځو وېکټو په شتون ماته ورکړي.

روان ټورنمنټ کې دا دریم ځل وو چې پاکستانۍ لوبډله د هند په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي او ټولو درې لوبو کې له ماتې سره مخ شوه.

ابیشک شرما د ۳۱۴ منډو په جوړولو د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو مخکښ منډې جوړوونکی او کلدیپ یادو د ۱۷ لوبغاړو په سوځولو مخکښ وېکټ اخیستونکي لوبغاړي شول.

دا دریم ځل وو چې هند لوبډلې اسیا جام بې له کومې ماتې پای ته ورساوه. تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال اسیا جام کې د اېم اس ډهوني او ۲۰۱۸ اسیا جام کې د روهېت شرما په لوبډلمشرۍ هند لوبډله توانېدلې وه چې اسیا جام بې له کومې ماتې پای ته ورسوي.

ابیشک شرما  ۷ لوبو کې د ۳۱۴ منډو په ترسره کولو په یو شل اوریز اسیا جام کې د ډېرو منډو ترسره کولو ریکارډ په خپل نوم کړ. نوموړی شپږم هندی لوبغاړی شو چې په درې پرلپسې لوبو کې یې له پنځوسو ډیرې منډې ترسره کړې.

د شل اوریز اسیا جام سیالیو په یو فصل کې د ډیرو وېکټو اخیستو ریکارډ هم د کلدیپ یادو په نوم شو، تر ده وړاندې د اماراتو امجد جاوید په ۲۰۱۶ کال کې ۱۲ وېکټې ترلاسه کړې وې.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالۍ داسې مهال ترسره شوې چې د هند او پاکستان هېوادونو ترمنځ سیاسي ستونزې د اپریل ۲۲مې د پهلګام برید وروسته ډیرې شوې وې چې د برید په پایله کې۲۶ هندي سرتیري وژل شوي وو ، له همدې امله ډیرو هندي مینه والو د پاکستان په وړاندې د لوبو نه کولو غوښتنې هم کړې وې.

د دې هېوادونو د لوبډلو ترمنځ د لوبې په ډګر کې هم د سیاسي ستونزو او اختلافونو اثرات لیدل کېدل. د دواړو هېوادونو ترمنځ په ترسره شویو درې لوبو کې هندي لوبغاړو پاکستاني لوبغاړو ته د لاس ورکولو څخه ډډه وکړه آن تر دې چې لوبډلمشر سوریاکومار د پایلوبې له ګټلو وروسته، د اسیایي شورا او د پاکستان کرکټ بورډ مشر محسن نقوي په لاس د ټرافي د اخیستلو څخه انکار وکړ، د نوموړوي په وینا د دا کار یې د هندۍ لوبډلې د لوبغاړو په غوښتنه وکړ.

دا چې هند لوبډلې له محسن نقوي څخه د ټرافي اخیستلو نه انکار وکړ، نوموړي ټرافي او د هندي لوبغاړو مډالونه له ځان سره ویوړل چې دا کار د هند کرکټ بورډ لخوا وغندل شو.

د هندوستان د کرکټ بورډ منشي، دیواجیت سیکیا ، د پاکستان کرکټ بورډ لخوا ترسره شوې کړنه وغندله او ویې ویل:

“موږ پرېکړه کړې وه چې د اسیا کپ ګټلې ټرافي د ACC د مشر لخوا نه ترلاسه کوو، ځکه هغه د داسې هېواد استازی دی چې دا مهال زموږ سره په شخړه کې دي. خو هغه ددې حق نلري چې جام او مډالونه له ځانه سره یوسي”.

نوموړي ویلي چې د محسن نقوي دا کار ډېر د افسوس وړ او له ورزشي اخلاقو څخه لرې دی او هیله مند دی چې جام او مډالونه ژر تر ژره بېرته هند ته وسپارل شي.

د اسیا جام له ګټلو وروسته د هند صدراعظم نرېندرا مودي هم په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د ( سندور پوځي عملیاتو ) کې یې پاکستان ته د سپورټ په ډګر کې هم ماته ورکړه.

په ورته مهال لوبډلمشر سوریاکومار یادو هم په خپلو خبرو کې وویل چې د اسیا جام څخه ترلاسه شوې خپلې ټولې پیسې هندي پوځ ته ډالۍ کوي.

لدې سره هند لوبډلې وکولی شول د نهم ځل لپاره د اسیا جام اتلولي په خپل نوم کړي.

بنګلدېش په وړاندې راتلونکې لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

کرېکټ بورډ د افغانستان او بنګلدېش لوبډلو ترمنځ د راتلونکې لوبلړۍ لپاره د لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ .

ټاکل شوې د افغان لوبډلې او بنګلدېش ترمنځ د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو سیریز د راتلونکې اکټوبر میاشتې په دویمه نېټه پیل شي.

د شل اوریزو لوبو لپاره د لوبډلمشر راشد خان سربېره؛ ابراهیم ځدران، رحمن الله ګربز، صدیق الله اتل، وفیع الله ترخیل، دروېش رسولي، محمد اسحاق، عظمت الله عمرزی، محمد نبی، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید ملک، عبدالله احمدزی او بشیر احمد د پنځلس کسیزې لوبډلې برخه دي.

د یو ورځینو لوبو په نوملړ کې حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدران، رحمن الله ګربز، صدیق الله اتل، رحمت شاه ، دویش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام علیخیل، محمد نبي، ننګیال خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، سلیم صافی، بشیر احمد او عبدالله احمدزی غوره شوي دي.

فضل الحق فاروقي او نوین الحق دې لوبلړۍ کې د لوبډلې څخه کېنول شوي دي .  

دا لوبلړئ په داسې حال پیل کیږي چې پدې وروستیو کې افغان لوبډلې د پاکستان او اماراتو سره په درې اړخیزه سیریز او ۲۰۲۵ کال آسیا جام سیالیو کې د پام وړ کارکردګي ونکړه او د توقع خلاف یې ونشو کړای په سږني اسیا جام سیالیو کې څلور غوره لوبډلو ته لار پیدا کړي.

په کرېکټ بورډ نیوکې دي چې له اوږدې مودې راهیسې یې افغان لوبډله کې د توپ وهنې او چټکې توپ اچوونې په برخه کې شته ستونزې ندي حل کړي او اکثره لوبو کې ځوانو لوبغاړو ته د پام وړ برخه نه ورکول کیږي.

په ورته مهال دا سیریز د راتلونکي ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام او ۲۰۲۷ پنځوس اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره اړین ګڼل کیږي.

د APL نامعلوم وضعیت؛ افغان کرېکټ بورډ یې په اړه څه ځواب لري!؟

د افغانستان پریمیر لیګ د ترسره کېدو په تړاو یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې غوغا جوړه ده او کرېکټ بورډ يې په اړه د معلوماتو پهورکولو کې پاتې راغلی، تازه را رسېدلي معلومات دا دي چې د کرېکټ له نړیوالې شورا سره د APL موضوع بحث شوې ده خو د اماراتو کرکټ بورډ، د څو اوونيو په تېرېدو لا هم د افغانستان د کرکټ غږ ته د «هو يا نه» ځواب نه دی ورکړی.

د افغان کرکټ بورډ وياند سيد نسيم سادات د تېرې اګسټ مياشتې په ۲۵مه اې‌سي‌اې ته ويلي و چې « افغان کرکټ بورډ لخوا ټاکل شوې کاري کميټې د اګسټ  په ۱۹مه په اماراتو کې خپل‌منځي ناسته کړې، له هغه وروسته يې د کرکټ له نړیوالې شورا سره ناسته کړې؛ د کرکټ نړیوالې شورا د غوښتنليک جوړولو لپاره ورته لارښوونې ورکړي، او د اګسټ مياشتې په ۳۰مه به د متحده‌ عربي‌ اماراتو له کرکټ بورډ سره د APL د کوربه لوبغالي په اړه بحث وکړي، که اماراتو ورسره ونه ‌منله نو عمان ته د APL د کوربه په سترګه ګوري.»

دا هغه خبر و چې موږ د اګسټ په ۲۶مه خپور کړ؛ د همدې میاشتې له ۳۰مې وروسته ACA له افغان کرکټ بورډ سره بیا اړيکه ونيوله؛ له ځنډ وروسته د بورډ وياند ښاغلي سادات زموږ د پوښتنو ځواب کې وويل چې غونډه ځنډېدلې او د روانې سېپټمبر مياشتې نهمه او لسمه يې د غونډې نوې ممکنه نېټې يادې کړې

د سېپټمبر په لسمه موږ له ښاغلي سادات سره بيا اړيکه درلوده؛ په لږ ځنډ، د بورډ ځواب دا و چې «ښاغلی نصيب خان، د افغان کرکټب ورډ اجرايوي مشر اماراتو ته تللی ترڅ و اړوند موضوعات بحث کړي، د پايلو په اړه به يې له موږ سره معلومات شريک شي.»

خو له يوې اوونۍ وروسته، د افغان کرکټ بورډ لخوا موږ ته هیڅ ډول معلومات رانه ‌کړل شول؛ موږ د سېپټمبر په ۱۷مه ښاغلی نسيمسادات بيا وپوښت، ځواب يې دا و چې ( افغان کرکټ بورډ، لا هم د اماراتو د کرکټ بورډ د « هو » يا « نه » ځواب ته په تمه دی )

 زموږ د لومړي خبر او اوسني راپور ترمنځ ۲۳ ورځې ووتې خو ښکاري چې د لومړيو مالوماتو او اوسنيو هغو ترمنځ ډېر توپير نه ‌دی راغلیاو د APL کيسه ځنډېدلې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان کرکټ بورډ مشر ښاغلي ميرويس اشرف له کرکټ بورډ سره وروستۍ مرکه کې چې کابو دوه مياشتې وړاندې خپره شوې وه، ويلي و چې په اګسټ مياشت کې به د APL په اړه پوره او مهم معلومات رسنيز شي، د لوبو وخت، ځای او د لوبډلو شمېر به اعلان شي.

کرکټ او سیاست: د هند او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال آسیا جام سیالۍ او د هند بریا

له جنجالونو او ستونزو سربېره په متحده عربي اماراتو کې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې د هند او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ د هند په بریا پای ته ورسېده.

د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

پاکستان د صاحبزاده فرهان د ۴۰ او شاهین افریدي د ۳۱ منډو پر مټ هندۍ لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

کلدیپ یادوف ۳ ، جسپرېټ بومرا او اکسر پټېل دوه دوه ، هارډېک پنډیا او ورون چکروتي د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځوه.

هند لوبډلې د هدف ترلاسه کولو کې ښه پیل واخیست، ابیشک شرما او تېلک ورما هر یو د ۳۱ منډو او لوبډلمشر د ۴۷ ناسوځېدلو منډو په مټ یاد هدف په ډېرې آسانۍ سره د ۳ لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۱۶م اوور کې پوره کړ او د ۷ وېکټو په توپیر یې ماته ورکړه.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې صایم ایوب ښه وځلېده او د ۳۵ منډو په ورکولو یې د هند درې لوبغاړي وسوځول.

کلدیپ په څلورو اورونو کې د  ۱۸ منډو په ورکولو او د ۳ لوبغاړو په سوځولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

سره لدې چې هند کرېکټ بورډ په ۲۰۲۵ کال آسیاي جام کې د ګډون پرېکړه کړې وه خو بیا هم د سیالۍ یوه ورځ وړاندې په هند کې ګڼو وګړو او سیاسي څهرو ددې لوبې د نه کولو غوښتنه کړې وه او یاده سیالۍ له سختو نیوکو سره مخ وه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ شته جنجالونه او ستونزې هغه مهال رامنځته شوې چې پنځه میاشتې وړاندې د اپرېل په ۲۲مه نېټه د پاهلګام ترهګریز برید په پایله کې پاکستاني ځواکونو د هند په جمو او کشمیر کې ۲۶ تنه ووژل.

هند کې سیاسي مشرانو له پاکستان سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېدل یو ناسم کار بللی او د لوبې د بایکاټ غوښتنه یې کړې وه.

د UBT مشر ( Uddhav Thackeray ) د دې سیالۍ د نه ترسره کېدو په اړه د صدر اعظم د هغې خبرې په تړاو چې ویلي یې وو “اوبه او وینه یو ځای نه شي بهېدلی.” وویل:

“که چېرې اوبه او وینه یوځای نشي بهېدلې نو بیا څنګه وینه او کرکټ یوځای کیدی شي؟ څنګه جګړه او کرکټ یوځای کیدی شي”؟

د سیاسو څهرو او عامو وګړو سربېره د هند کرکټ یو شمیر پخوانیو لوبغاړو هم ددې لوبې د نه ترسره کېدو غوښتنې کړې وې.

پخواني هندي لوبغاړي منوج تیواري هم د دې لوبې په ترسره کېدو غبرګون ښودلی او د یادې لوبې په وړاندې یې بایکاټ وکړ.

تیواري وویل چې: “ د هند او پاکستان هېوادونو ترمنځ دا ستونزه له کلونو راهیسې روانه ده. له پلوامه څخه تر پاهلګام او پتهانکوټ، او تر ټولو نورو ګڼو ترهګریزو بریدونو پورې، او هېڅ هندي وګړي دا پېښې نه دی هېر کړي”

هغه زیاته کړه :” زه هېڅکله د سپورټ مخالفت نکوم ؛ زه پخپله د کرکټ لوبغاړی وم خو ددې لوبې په ترسره کولو موږ د انسانانو ژوند د لوبې سره پرتله کوو او دا کار هېڅکله باید ونه شي”.

همدا راز دوه میاشتې وړاندې ، د هند تقاعد شویو ستورو لوبغاړو د انګلستان په لیجنډز لیګ لوبو کې د پاکستان په وړاندې د لوبو کولو څخه ډډه وکړه او یاده لوبه یې لغوه کړه.

د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ تر دې دمه ۱۴ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره شوي چې هند ۱۰ او پاکستان۳ لوبې ګټلي دي.

پاکستان په وروستي ځل د ۲۰۲۲ کال اسیا جام سیالیو کې چې په دوبۍ کې ترسره شوې وه،  هند ته ماته ورکړې وه.

هند په ۲۰۲۴  شل اوریز نړیوال جام کې په نیویارک کې پاکستان د شپږو منډو په توپیر ماته کړ. په دې لوبه کې جسپریت بومرا په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د لوبې اړخ یې بدل کړ.

بلخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره شویو لوبو کې مخکښ منډې جوړوونکی ویرات کوهلي او ډیرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو کې هارډېک پنډیا لومړي ځای کې شتون لري .