Tag: U19 World Cup

له ټیپ بال کرکټ تر نړیوال جام – د افغان ځوان سفر

 

په کوڅو او پارکونو کې د ټېپ‌بال کرکټ څخه تر نړیوال جام پورې؛ د زین‌الله احسان الهام‌بښونکی سفر

افغانستان کې زېږېدلی ځوان او د سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبډلې تیز توپ اچوونکی زین‌الله احسان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۶م کال د شل اوریز نړیوال جام سیالیو لپاره د سکاټلنډ د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.

نولس کلن زین‌الله احسان په افغانستان کې زېږېدلی او له ماشومتوبه یې له کرکټ سره ژوره مینه لرله.
هغه په ۲۰۲۲م کال کې د سکاټلنډ هېواد کې د اوسېدو قانوني اقامه ترلاسه کړه او هماغه ځای کې یې د کرکټ په ډګر کې د خپل خوبونو د پوره کېدو لپاره جدي هڅې پیل کړې.

زین‌الله د خپل لوبیز ژوند سفر د ټېپ‌بال له لوبو پیل کړ. نوموړي ګلاسکو ته تر کډوالېدو وروسته له نورو افغان مهاجرینو سره په پارکونو کې د ټېپ‌بال کرکټ لوبې کولې، خو د لوړې کچې لوبو ته د رسېدو ارمان یې تل له ځانه سره لره.

د زین‌الله په وینا، جي هیچ کی کرکټ کلب کې یې د خپل ورور په ملاتړ د هارډبال کرکټ پیل وکړ، چې همدا د هغه د مسلکي کرکټ بنسټ وګرځېد. د نوموړي چټک رفتار، د توپ کنټرول او زړورتیا ډېر ژر د کلب د روزونکو پام ځان ته واړاوه.

زین‌الله احسان په کلب کرکټ کې د غوره ځلېدو وروسته د سکاټلنډ د ۱۷ کلنو ځوانانو ټرایل کې بریالی شو او ورسره د همدې عمر ملي لوبډلې ته انتخاب شو. نوموړي وروسته د سکاټلنډ د ۱۹ کلنو او همدارنګه د «الف» لوبډلې لپاره هم لوبې وکړې او خپله وړتیا یې لا نوره هم ثابته کړه.

د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ میاشت کې زین‌الله د کرکټ په ډګر کې د خپل ژوند تر ټولو ستر سفر پیل کړ، کله چې هغه د ۲۰۲۶م کال د نارینه وو د شل اوریز نړیوال جام لپاره د سکاټلنډ د ۱۵ کسیزې لوبډلې په نوملړ کې شامل شو. دغه نړیوال جام به په هند او سریلانکا کې ترسره شي.

زین‌الله د تیرې چهارشنبې په ورځ د نامیبیا خلاف تمریني لوبه کې د سکاټلینډ لوبډلې برخه وو. نوموړي په دې سیالۍ کې د ۴۹ منډو په بدل کې یو لوبغاړی وسوځاوه، خو سکاټلنډ د ناميبيا پر وړاندې له ماتې سره مخ شو.

د سکاټلنډ ملي لوبډله به د ریچي بیرینګټن تر مشرتابه لاندې په نړیوال جام کې سیالۍ ترسره کړي. سکاټلنډ دغه نړیوال جام ته وروسته له هغې لار وموندله چې بنګله‌دېش د هند سره د شته ستونزو له امله نړیوال جام کې له ګډون لاس واخیست، او سکاټلنډ د شل اوریز نړیوال رېنکېنګ کې د مخته والي له مخې دې سیالیو ته لار پیدا کړه.

زین‌الله احسان نن د زرګونو افغان کډوالو ځوانانو لپاره د امید، زحمت او نه‌ماتېدونکی ارادې بېلګه ده؛ یو داسې سفر چې له پارکونو او ټېپ‌بال څخه پیل شو او د نړیوال جام تر ستر سټېج پورې ورسېد.

افغان نولس کلن یو وار بیا د نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې

افغان نوولس کلنه لوبډله په نیمه پایلوبه کې
افغان ۱۹کلنو ځوانانو آیرلنډ ته په ماتې ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۱۹کلنو نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته ووتله.

افغان لوبغاړو د یوې په زړه پورې لوبې وروسته آیرلنډ ته د ۱۹۱ منډو په توپیر لویه ماته ورکړه.

سوپر سېکس پړاو کې له یوې بریا او یوې ماتې وروسته افغان ځوانان د آیرلنډ په وړاندې مهمې او برخلیک ټاکونکې لوبې لپاره میدان ووتله.
لوبډلمشر محبوب خان د لوبې پچه وګټله او د توپ اچوونې پرېکړه یې وکړه.
که څه هم افغان لوبډلې خپلې دوه لومړئ وېکټې ژر له لاسه ورکړې خو وروسته، منځنیو لوبغاړو ښکلې لوبه ترسره کړه.
د فیصل شینوزاده او لوبډلمشر محبوب خان ترمنځ د ۱۸۸ منډو اوږده ملګرتیا ترسره شوه چې په پایله کې افغان لوبغاړو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۵ منډې ترسره او آیرلنډ ته یې د ۳۱۶ منډو هدف وټاکه.
فیصل شینوزاده یو ځل بیا بهترینه توپوهنه ترسره کړه او ۱۶۳ ډیرې منډې یې ترسره کړې. ورسره لوبډلمشر محبوب خان په ۷۹ توپونو ۸۹ منډې وکړې.

د یاد هدف څخه په دفاع کې افغان توپ اچوونکو ښه لوبه پیل کړه او د آیرلنډ لوبغاړي یواځې د ۱۲۴ منډو په جوړولو وتوانېدل.
عبدالعزیز او عقیل خان درې درې، نصرت نورستاني او روح الله عرب یو یو لوبغاړی وسوځوه.

فیصل شینوزاده د ۱۹کلنو نړیوال جام کې د کریم جنت ۱۵۶ ډیرو انفرادي منډو ریکارډ په خپل نوم کړ او په ۱۴۲ توپونو یې ۱۶۳ منډې جوړې کړې، او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

په ورته وخت کې د ۱۹کلنو نړیوال جام کې د افغانستان لپاره په څلورمه وېکټ تر ټولو اوږده ملګرتیا هم د محبوب خان او فیصل شینوزاده ترمنځ ترسره شوه.

لدې بریا سره افغان لوبډله د درېیم ځل لپاره د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووته.
له بریا وروسته د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په خپل فېسبوک پاڼې د ځوانانو بریا مبارکئ ترڅنګ ددوي د پرمختګ د دوام غوښتنه یې کړې.
د راشد ترڅنک یو شمیر ډیرو نورو ملي لوبغاړو هم د دې بریا مبارکي ویلی.
د افغانستان ترڅنګ لدې ګروپه آسټرالیا د اتو نمرو سره بل پړاو ته لار موندلې ده.

له دویم ګروپه انګلستان ،نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو او ۸ پواینټونو سره د نیمه پایلوبې ته ووتله.
د نیمه پایلوبې څلورمه لوبډله به د هند او پاکستان د لوبې وروسته په ډاګه شي.

افغان ۱۹کلن د نړیوال جام سوپر سېکس پړاو ته ووتل

افغان نولس کلنې لوبډلې په روان پنځوس اوریز نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه کې د وېسټ انډیز لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام په لړ کې د جنوبي افریقا پر وړاندې له لومړۍ بریا وروسته افغان ځوانان د وېسټ انډیز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شول.
لوبډلمشر محبوب خان د پچې له ګټلو وروسته د لومړۍ توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افعان لوبغاړو پیل ډېر ښه و او د لوبډلمشر محبوب د ۸۶ او عثمان سادات ۸۸ ډېرو منډو پر مټ یې وېسټ انډیزۍ لوبډلې ته د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.

د بالرانو له ډلې وحید ځدراڼ لوبډلې ته د هدف په دفاع کې لوبې ته ښه پیل ورکړ او په خپلو درېو لومړیو اوورونو کې یې د سیالې لوبډلې ۳ مهم لوبغاړي له ډګره بهر کړل.
وروسته د نورستاني عمرزي په راتګ د وېسټ انډیز لوبډله نوره هم له ستونزو سره مخ شوه او ویې کړای شو چې په ۷ اورونو کې یواځې د ۱۶ منډو په ورکولو ۴ لوبغاړي وسوځوي.

د نورستاني او وحید ترڅنګ خاطر ستانکزی هغه ځوان لوبغاړی وو چې په خپلې بېسارې کارکردګۍ یې د وېسټ انډیز ۱۹کلنې لوبډلې پاتې درې لوبغاړي وسوځول او په خپلو ترسره کړو پنځو اوورونو کې یواځې ۲۰ منډې ورکړې.

د وېسټ انډیز ۱۹کلنو ځوانانو لوبډلې یواځې د ۱۲۴ منډو په جوړولو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې د ۱۳۸ منډو په لوی توپیر وبایلله.

لوبډلمشر محبوب خان د په ۶۹ توپونو د ۸۶ منډو په ترسره کولو د لوبې غوړه لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د افغان لوبډلې په څیر وېسټ انډیز هم خپله لومړۍ لوبه په ښه توپیر له تانزانیا لوبډلې ګټلې وه، خو ویې نشو کړای د افغان توپ اچوونکو په وړاندې ښه ولوبیږي.

که څه هم نولس کلنو ځوانانو په دې وروستیو کې ښې لوبې نه وې ترسره کړې په تېره بیا د ۱۹کلنو آسیا جام سیالیو کې یې د تمې خلاف ښه کارکردګي ونکړه خو لوبغاړو وکولی شول پیاوړي راوګرځي او په روان نړیوال جام کې یې خپلې دواړه ترسره شوې لوبې په ښه توپیر وګټلې.

ټاکل شوې افغان ځوانان د نړېوال جام په اوږدو کې چهارشنبې په ورځ خپلې درېمې لوبې کې د تانزانیا ۱۹ کلنو لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

د ۱۹کلنو نړیوال جام پیل او د افغان لوبډلې لومړۍ بریا

د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ تېره ورځ د جنورۍ په ۱۵مه نېټه د زیمبابوی او نمیبیا په کوربتوب پیل شوې.

د دې جام پر لومړۍ ورځ له درې سیالیو دوه لوبې وشوې چې ګټونکې لوبډلې یې وېسټ انډیز او هند وې. وېسټ انډیز تانزانیا ته او هند لوبډلې د امریکا متحده ایالاتو ۱۹کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه د لومړۍ ورځ دریمه لوبه دزمبابوی او سکاټلینډ تر منځ وه چې د اورښت له وجې لغوه شوه.


نن د نړیوال جام د پیل په دویمه ورځ افغان ۱۹کلنه لوبډله د جنوبي افریقا ۱۹کلنې لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه.

د سویلي افریقا لوبډلمشر د لوبې پچه وګټله او د افغان ۱۹کلنې لوبډلې په وړاندې یې د لومړۍ توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۵۰ اوورنو کې ۲۶۶ منډ جوړې کړې.
د افغان لوبډلې په ګټه فیصل شینوزاده ۸۱ منډې، خالد احمدزي ۷۴ او عزیر الله نیازي ۵۱ ډیرې منډې ترسره کړې.
سویلي افریقا لوبډله د هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله، ټوله لوبډله یې په ۲۳۸ منډو وسوځېده، او لوبه یې د ۲۸ منډو په توپیر وبایلله.
افغان ۱۹کلنې لوبډلې ته د توپ اچوونې برخه کې عبدالعزیز او خاطر ستانکزي دوه دوه ، حفیظ ځدران او نورستاني عمرزي یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه.

له دې سره افغان لوبډلې هم د ۲۰۲۶ ، ۱۹کلنو نړیوال جام په بریا سره پیل کړ.
عزیرالله نیازي په ۵۲ منډو او دوه کېچونو نیولو د لوبي غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه .

د یادونې وړ ده چې په ننۍ لوبه کې افغان لوبډلې لپاره په دویمه وېکټ د فیصل شینوازده او خالد احمدزي ترمنځ د ۱۵۲ منډو په زړه پورې او اوږده ملګرتیا ترسره شوه چې د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره یې په یوورځنیو لوبو کې د نعمان شاه او سهیل خان زرمتي د ۱۵۱ منډو د ملګرتیا ریکارډ مات کړ.

ټاکل شوې په سږکال ۱۹کلنو نړیوال جام کې ټولې ۴۱ لوبې د ۱۶ لوبډلو په ګډون ترسره شي.
د افغانستان په ګډون آسټرالیا، هند، جنوبي افریقا، اېنګلنډ، بنګلدېش، آیرلنډ، جاپان، سریلنکا، نیوزیلنډ، پاکستان، سکاټلنډ، وېسټ انډیز، تانزانیا، نمیبیا او زیمبابوی د سږکال ۱۹کلنو نړیوال جام ګډون کوونکې لوبډلې دي، چې د تانزانیا هېواد د لومړي ځل لپاره ۱۹کلنو نړېوال جام ته لار موندلې ده.

ټولې لوبډلې په څلورو ګروپونو ویشل شوي دي، د افغاستان سره په ډي ګروپ  کې د جنوبي افریقا، وېسټ انډیز او تانزانیا لوبډلې ځای لري.

په ورته مهال د آسټرالیا ۱۹کلنه لوبډله د تیر پړاو ۱۹کلنو نړیوال جام اتله لوبډله ده.
د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې تر دې دمه هند تر ټولو ډیر پنځه او د آسټرالیا ۱۹ کلنې لوبډلې څلور ځله اتلولي ګټلې ده.

اسټرالیا په ۱۹ کلنو نړیوال جام کې په خپل هندي لوبغاړي هند ته ماتې ورکړه

اسټرالیا د څلورم ځل لپاره او د سږکال د نولس کلنو نړیوال جام اتلولي وګټله.

اسټرالیا په پای لوبه کې د هندي الاصله اسټرالیایي لوبغاړي حرجاس سېنګ د ښې توپ وهنې پر مټ هند ته د ۷۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

اسټرالیا په یاد نړیوال جام کې پنځه لوبې ګټلې وې، یوه یې بې پایلې پای ته رسېدلې وه او دا راز یې په نیمه پای لوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو ځان د نړیوال جام تر پای لوبې رسولی وو.

اسټرالیا له سږني کال سره د نولس کلنو نړیوال جام په تاریخ کې څلور ځله اتلولي ګټلې چې په ۱۹۸۸ کال کې د نړیوال جام د لومړني پړاو اتلولي، په ۲۰۰۲ کال کې د نړیوال جام اتلولي، په ۲۰۱۰ کال کې د نړیوال جام اتلولي او سږ کال یې د نړیوال جام اتلولي وګټله.

په همدې حال کې بیا د سږکال فاینلېسټې هندۍ لوبډلې پنځه ځله د نولس کلنو د نړیوال جام اتلولي ګټلې خو سږ کال پرې اسټرالیا لاسبري شوه او د نړیوال جام ټرافي یې خپله کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستي یو ورځني نړیوال جام پای لوبې ته هم د اسټرالیا او هند ملي لوبډلې وتلې وې چې اسټرالیا هند ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۳ کال د یو ورځني نړیوال جام اتلولۍ ګټلې وه.