هند، لومړۍ لوبډله چې درې وار شل اووریز نړیوال جام ګټي

د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د ۵۵ لوبو له ترسره کېدو وروسته د هند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
شل اوریز نړیوال جام د هند او سریلنکا په کوربتوب د فبرورۍ په اوومه د شلو لوبډلو په ګډون پیل شوی او د مارچ میاشتې په اتمه نېټه د تېر شل اوریز نړیوال جام د اتلې لوبډلې (هند) په بریا او اتلولۍ پای ته ورسېد.


نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ جنوبي افریقا ته او هند انګلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته ووتلې.
د پایلوبې پچه نیوزیلنډ وګټله او هند په وړاندې ېې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه. د هند لوبډلې پیلیزو توپ وهونکو ابیشک شرما او سنجو سمسون چټکه لوبه پیل کړه . سمسون ۸۹ منډې او ابیشک شرما د نورو لوبو په خلاف نننۍ مهمه لوبه کې ښه ولوبېده، او د خپلې لوبډلې په ګټه یې چټکې۵۲ منډې جوړې کړې. ورسره ایشان کېشن هم پنځوسیزه ترسره او ۵۴ منډې یې جوړې کړې.


د لوبې وروستیو کې د شیوام ډوبي په ۸ توپونو د چټکو ۲۶ منډو په مټ هند د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۵۶ منډو لوړ هدف وټاکه.
د نیوزیلنډ لوبډلې لپاره یواځې لوبډلمشر مېچل سنټنر او ټېم سیفرټ ښه ولوبېدل. سېفرټ ۵۲ او سنټنر ۴۳ منډې ترسره کړې، خو ونه توانېدل د هند لخوا ټاکل شوی هدف پوره کړي. نیوزیلنډ په ۱۵۹ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې د ۹۶ منډو په لوی توپیر وبایلله.


د هندي توپ اچوونکو له لورې جسپریت بومرا په زړه پورې توپ اچوونه ترسره کړه، ۴ لوبغاړي یې یواځې د ۱۵ منډو په ورکولو وسوځول، او لدې سره یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم په خپل نوم کړه.


د لوبې په پای کې هندی لوبغاړی سنجو سمسون د خپلې ښې کارکردګۍ او ۳۲۱ منډو په جوړولو د ټورنمنټ غوره لوبغاړی ونومول شو.

همدا راز په سږکال نړیوال جام کې صاحبزاده فرهان د ۳۸۳ منډو سره مخکښ منډې جوړوونکی، جسپرېت بومرا او وارون چکرواتي د ۱۴ لوبغاړو په سوځولو مخکښ وېکټ اخیستونکي لوبغاړي دي.

هندۍ لوبډلې د درېیم ځل لپاره وکولی شول چې د شل اوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړي. ورسره هم مهاله هند لومړنۍ لوبډله شوه چې په خپل کوربتوب او دوه ځلې سر په سر د شل اوریز نړیوال جام ګټونکې کیږي.