شل اووریز سکواډ ته د راشد او مجیب راستنیدل، او پر ځوانانو باور

د ایرلېنډ پر وړاندې د افغان لوبغاړو شل اوریز نوملړ او د ګڼو نویو ځوانو لوبغاړو هرکلی

افغان کرېکټ بورډ د ایرلېنډ پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ لپاره د ګڼو ځوانو لوبغاړو په ګډون د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

د تېر خلاف دا ځل داسې نویو ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکړل شوې چې دا یې لومړنۍ نړیوالې په ځانګړې توګه شل اوریزې لوبې دي.

په نوملړ کې د دولس لوبغاړو عمرونه له ۲۴ او د ۵ لوبغاړو له ۲۲ کلونو کم دي.

دا ښایي لومړی ځل وي چې په یو وار په لوبډله کې دومره ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکول کیږي.

په ځوانو لوبغاړو کې صدیق اتل، محمد اسحاق، اعجاز احمدزی او ننګیال خروټی شامل دي.

ننګیال او اعجاز په لومړي وار په شل اوریز نوملړ کې اخیستل شوي. دا به د دواړو لوبغاړو لومړنۍ شل اوریزې نړیوالې لوبې وي.

دا په داسې حال کې ده چې ننګیال خروټي په وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې د خپلې وړتیا په ښکاره کولو ثابته کړه چې اوس مهال تر بل هر وخت پر ځوانو لوبغاړو باور او تکیه کېدی شي.

د افغان کرېکټ بورډ دا اقدام د مینه والو له خوا په لومړي ځل له دومره پراخ هرکلي او ستاینې سره مخ شوی.

په ورته مهال له څه نا څه اوږد ځنډ وروسته راشد خان او مجیب هم له رغېدو سره سم افغان لوبډلې ته را ګرځېدلي دي.

افغانستان او ایرلېنډ به د مارچ په ۱۵مه شل اوریزه لوبلړۍ پیل کړي.