Category: کرکټ

د افغانستان او سریلانکا د وروستیو لوبلړیو او لوبو ارزونه


افغانستان د سریلانکا پر وړاندې یوه ټېسټ لوبه، یو ورځنۍ او شل اوریزه لوبلړۍ ولوبوله خو د دې ټولو لوبو له جملې یې یوازې یوه وګټله.

دا چې لاملونه یې څه وو، دلته ورباندې رڼا اچول شوې.

په ټوله کې افغان لوبغاړو هغه ډول چې تمه کېده ښې لوبې ونه کړې.
په افغان لوبډله کې یوه عمده ستونزه د راشد او مجیب نه شتون هم وو چې حتی په مقابله لوبډله یې د نشتوالي اغېز ښکارېده.

راشد خان هغه لوبغاړی دی چې ډېر کله افغانستان پرې په سختو حالاتو کې تکیه کوي او د لوبغاړو د ډاډ او هیلو سترګې ښاغلي خان ته ور اوړي. خو د سریلانکا په سفر کې نه یوازې افعان لوبغاړو ته د راشد نه شتون تشه او ستونزه وه بلکې سریلانکا هم له دې فرصت برخمنه وه چې ډاډه او پرته له کوم رواني فشار او وېرې لوبه وکړي.

افغانستان چې د پیاوړتیا ټکی یې توپ اچوونه ده او بیا سپېن بولېنګ دی د سریلانکا پر وړاندې لوبه کې یې د راشد او مجیب د نه شتون له امله دا مورد خورا پیکه وو او همغه وو چې د سریلانکایي لوبغاړو د بریدګرې لوبې مخه نه شوه ډب کېدلی.


دویم د لوبغاړو د غوراوي معیار وو چې په پام کې نه وو نیول شوی او حتی هغه لوبغاړي هم چې له ډېرې مودې راهیسې هېڅ ښه نه دي لوبېدلي او نه ځلیدلي، لوبډلې ته غوره شوي وو.
پر ځای د دې چې د سریلانکا په څېر نسبتاً کمزورې لوبډلې پر وړاندې باید ځوانو مستعدو لوبغاړو ته پام شوی وی او د لوبېدو موقع ورکړل شوی وی، څو د نړیوال جام او نورو جامونو لپاره د مخکښو او پیاوړو لوبډلو پر وړاندې وار د مخه ځوان لوبغاړي ازمویل شوی او وړ ترې غوره شوی وی.

دریم لوبډله کې د حساب ورکونې، وېرې نه احساس او مسوولیت منلو تومنه نشته، ځینې لوبغاړي پر دې ډاډه وي که هر څو خرابه لوبه هم وکړي بیا هم لوبډله کې شته او ځای ورکول کیږي. او د دې وېره نه لري چې له لوبډلې به
کېنول شي.

څلورم د لوبډلمشرۍ لپاره په وړ او اغېزمنې څېرې غور نه دی شوی، چې باید د وړتیا، مسؤولیت مننې، کارکردګۍ او فردي ځانګړتیاوو له مخې ټاکل شوی وی، ځکه د ځینو مخکښو لوبډلو ډېری لوبې یې لوبډلمشران ورته ګټي خو د افغانستان په اړه بیا خبره برعکس ده، لوبډلمشر د مشرۍ فشار لري او ډېری وخت دا فشار د دې لامل کیږي چې لوبه ترې خرابه شي.


پنځم د لوبې پر مهال ناسمې او نامناسبې پرېکړې وې چې د ماتو یو لامل هم ګڼل کېدی شي، د بېلګې په توګه د پچې ګټلو پر مهال د ډګر ساتنې پرېکړه په داسې حال کې چې افغانستان ډېرې لوبې د لومړۍ توپ وهنې او هدف نه د دفاع په پرېکړو ګټلي خو د سریلانکا پر وړاندې یې پرته له وروستۍ لوبې په ټولو لوبو کې لومړی د ډګر ساتنې پرېکړه کړې وه.

شپږم په افغان لوبډله کې تلپاتې او عمده ستونزه د ذهنیت نه چمتووالی او رواني فشار دی.
چې نه د توپ وهنې پر مهال د یو لوبغاړي له سوځېدو وروسته فشار او د وېکټو له لاسه ورکولو تسلسل اداره کولی شي او نه په توپ اچوونه کې د مقابلو توپ وهوونکو د ډېرو منډو له جوړولو وروسته د هغوی د منډو بهیر ورو کولی یا درولی شي.
بل لور سریلانکا ته د افغان لوبډلې په وخت نه رسېدل او اړین چمتووالی نه نیول.
ځینې افغان لوبغاړي د سیالیو ورځ وړاندې له سوداګریزو لیګونو سریلانکا ته ورسېدل او ورځ وروسته په یوولس کسیزه لوبډله کې لیدل کېدل. په داسې حال کې ستونزمنه ده چې یو لوبغاړی د ذهني او فزیکي لحاظه په بشپړه توګه اماده، او ښه لوبه وکړی شي.
دا په ټولیزه توګه هغه عمده ستونزې وې چې د سریلانکا پر وړاندې لوبلړیو پر مهال په افغان لوبډله کې لیدل کېدې.

افغانستان له هېڅ بریا پرته دویمه لوبلړۍ هم له لاسه ورکړه


افغان لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ د دویمې لوبې په بایللو سره یاده لوبلړۍ هم وبایلله.

که څه هم د لوبې پچه افغانستان ګټلې وه خو توپ اچوونه یې غوره کړه.

په داسې حال کې چې افغان لوبډله د هدف پوره کولو پر محال فشار په ښه توګه نه شي اداره کولی خو یو ځل بیا یې د هدف پوره کول غوره وبلل خو د ډېر کله په څېر بیا هم په کې پاتې راغله.

بل لور د افغانستان په لوبډله کې د راشد او مجیب نه شتون بېل احساسیږي لکه د تېرو او نننۍ لوبې په څېر چې افغان لوبډلې د توپ اچوونې برخه کې د سریلانکا مخه ونه شوه نیولی.

افغان لوبډلې د توپ اچوونې ښه پیل نه درلود که هر څو یې د سریلانکا لوبغاړي هم ژر له مخې لېرې کړل خو بیا یې هم په وروستیو کې د سریلانکایي لوبغاړو د تېزې توپ وهنې مخه ډب نه شوه کړی او همغه وو چې یو ځل بیا یې پر افغان لوبډلې ډېرې منډې وکړې او ۱۸۸ منډې هدف یې ورکړ.

افغانستان یو ځل بیا هم په توپ وهنه کې بېکار پیل لرلو او پیلیز او منځني لوبغاړي یې زر له لاسه ورکړل چې له امله یې د هدف پوره کول ستونزمن شو او پاتې لوبغاړو فشار واخیست.


افغان لوبغاړي د معمول په څېر د هدف پوره کولو پر مهال په ځان ډېر باوري نه ښکاري او هر لوبغاړی د وېکټې له لاسه نه ورکولو مدیریت نه شي کولی او نه هم د لوبغاړو له زر-زر سوځېدو وروسته فشار کابو کولی شي لکه په نننۍ لوبه کې چې هېڅ لوبغاړي د توپ وهنې د مسوولیت پوره کولو باور نه درلود.

افغانستان نننۍ لوبه هم په لوی توپیر ۷۲ منډو وبایلله او په دې سره یې په ټوله کې د سریلانکا پر وړاندې د بریا خپلولو تمې پرې شوې.

افغان او سریلانکایي لوبډله یوازې یو لوبه لري چې د چهارشنبې په ورځ به یې ولوبوي نور د دواړو لوبډلو سفر پای ته رسیږي خو له بده مرغه افغان لوبغاړو ته له کومې لاسته راوړنې پرته.


افغانستان لمړۍ شل اووریزه لوبه هم سریلانکا ته ورکړه

افغانستان له یوې ټېسټ لوبې او یو ورځنۍ لوبلړۍ وروسته د شل اوریزې لوبلړۍ لومړنۍ لوبه هم سریلانکا ته ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او په خپله خوښه یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

سریلانکا په ۱۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

افغانستان په توپ اچوونه کې ښه پیل واخیست او د سریلانکا د لوبغاړو په زر اوټ کولو یې مقابله لوبډله تر فشار لاندې راوړله.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي، نوین الحق او عظمت الله عمرزي غوره توپ اچوونه وکړه او د کمو منډو په ورکولو فاروقي درې او عمرزي او نویم دوه -دوه لوبغاړي وسوځول.

خو له پاور پلی وروسته سریلانکایي لوبغاړو فشار کابو کړو او د لوبډلمشر هسرنګا په غوره توپ وهنې یې افغانستان ته نسبتاً ښه هدف ورکړ.

افغان لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې توپ وهنه ښه پیل کړه خو یو وار بیا یې خپل مسؤولیت ادا نه کړ او د توپ وهنې د مسوولیت ادا کولو ډېر کم څرک په کې ښکارېده، د پیلیز لوبغاړي رحمن الله ګربز زر سوځېدو په پاتې لوبغاړو فشار زیات کړ.

که څه هم هدف دومره لوړ نه وو او افغانستان په پاور پلی کې ښه توپ وهنه وکړه خو د لوبغاړو د بې احتیاطه توپ وهنې له امله یې ونه شول کولی د وېکټو له لاسه ورکولو تسلسل ودروي چې لوبه یوازې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ته پاتې شوه او نوموړي هم ونه شول کولی له وروستي اوور ښه ګټه پورته کړي، ښه پای ورکړي او همغه وو چې لوبه یې په ډېر کم توپیر په وروستي اوور کې په څلورو منډو سریلانکا ته وبایلله.

افغانستان او سریلانکا به د دویمې شل اوریزې لوبې لپاره د دوشنبې په ورځ مخامخ شي.

اسټرالیا په ۱۹ کلنو نړیوال جام کې په خپل هندي لوبغاړي هند ته ماتې ورکړه

اسټرالیا د څلورم ځل لپاره او د سږکال د نولس کلنو نړیوال جام اتلولي وګټله.

اسټرالیا په پای لوبه کې د هندي الاصله اسټرالیایي لوبغاړي حرجاس سېنګ د ښې توپ وهنې پر مټ هند ته د ۷۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

اسټرالیا په یاد نړیوال جام کې پنځه لوبې ګټلې وې، یوه یې بې پایلې پای ته رسېدلې وه او دا راز یې په نیمه پای لوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو ځان د نړیوال جام تر پای لوبې رسولی وو.

اسټرالیا له سږني کال سره د نولس کلنو نړیوال جام په تاریخ کې څلور ځله اتلولي ګټلې چې په ۱۹۸۸ کال کې د نړیوال جام د لومړني پړاو اتلولي، په ۲۰۰۲ کال کې د نړیوال جام اتلولي، په ۲۰۱۰ کال کې د نړیوال جام اتلولي او سږ کال یې د نړیوال جام اتلولي وګټله.

په همدې حال کې بیا د سږکال فاینلېسټې هندۍ لوبډلې پنځه ځله د نولس کلنو د نړیوال جام اتلولي ګټلې خو سږ کال پرې اسټرالیا لاسبري شوه او د نړیوال جام ټرافي یې خپله کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستي یو ورځني نړیوال جام پای لوبې ته هم د اسټرالیا او هند ملي لوبډلې وتلې وې چې اسټرالیا هند ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۳ کال د یو ورځني نړیوال جام اتلولۍ ګټلې وه.

د سریلانکا خلاف ټېسټ، دریمه ورځ او د افغان لوبډلې هیله بخښوونکې لوبه

د افغانستان او سریلانکا د ټېسټ لوبې دریمه ورځ او د افغان لوبغاړو هیله بخښوونکې او غوره لوبه

افغان لوبډلې د سریلانکا خلاف یواځینۍ ټېسټ لوبه کې نن د تېرو دوو ورځو په پرتله نسبت ښه توپ اچوونه او توپ وهنه وکړه.

افغان تازه دمو لوبغاړو نن سریلانکا پرېنښوده چې ډېرې منډې جوړې کړي او یوازې د ۲۹ منډو په کولو یې پاتې څلور لوبغاړي هم له لاسه ورکړل.

په افغان توپ اچوونکو کې نوید ځدراڼ د سریلانکا څلور لوبغاړي له میدان وویستل او د توپ اچوونې یوه داسې ننداره یې وړاندې کړه چې په تېرو دوو ورځو کې کمه تر سترګو کېده.


د نوید ځدراڼ له نننۍ غوره توپ اچوونې داسې برېښي چې ښایي افغانستان د اوږد مهال لپاره یو ښه چټک توپ اچوونکی پیدا کړي.

په ورته مهال نن افغان لوبډلې د خپلې توپ وهنې په پاڼۍ کې هم خپل مسوولیت تر ډېره پر ځای کړ، د ابراهیم ځدراڼ او نورعلي ځدراڼ غوره توپ وهنې د افغانستان د بریا هیلې یو څه را ژوندۍ کړې.

د توپ وهنې په دویمه پاڼۍ کې تره او وراره، نور علي ځدراڼ او ابراهیم ځدارڼ افغانستان ته هغه پیل ورکړ چې شدیده اړتیا یې وه. دواړو تر سلو زیاتو منډو ملګرتیا وکړه، او افغانستان ته یې یو ښه ځاې کې قرار ورکړ.


خو تر دې دمه افغانستان لا د سریلانکا د منډو قرضدار دی او باید ۴۲ نورې منډې وکړي چې د سرېلانکا منډې پوره کړي او له هغې وروسته یو مناسب هدف وټاکي تر څو د لوبې د ګټې یا مساوات چانس ولري.

په همدې حال کې په نننۍ لوبه کې رحمت شاه هم د خپلې لومړۍ ښې توپ وهنې په څېر یو ځل بیا نن ښه توپ وهنه وکړه او د دریمې ورځې تر پایه له ابراهیم ځدراڼ سره په ناسوځېدلو منډو ولاړ دی.

د هندي لیګ بولي او افغان لوبغاړي

سبا په دوبۍ کې د کرېکټ د نړۍ تر ټولو معتبر شل اووریز لیګ IPL بولي ترسره کیږي.
له ټولو 1166 راجیسټر شویو لوبغاړو څخه یواځې 333 لوبغاړی وروستي پړاو (بولي) ته انتخاب شوي دي. د دوي د جملې 214 یې هندي لوبغاړي دي او 119 نور بهرني لوبغاړي دي. په خارجي لوبغاړو کې لس لوبغاړي د افغانستان څخه هم دي.

د IPL ټولې لس لوبډلې یواځې 77 نورو لوبغاړو ته اړتیا لري تر څو خپلې لوبډلې پوره کړي، د 77 له حملې شاید تر 30 پورې ټول خارجي لوبغاړي وي. مطلب دا چې رقابت سخت دی او له نیمو زیات بهرني لوبغاړي به هیڅ کومه لوبډله ونه پېري.

افغان لوبغاړي
هغه افغان لوبغاړي چې تیر کال په هندي لیګ کې لوبېدل، ټول یې خپلو لوبغاړو له ځان سره ساتلي (راشد خان، نور احمد، نوین الحق، رحمان الله ګربز، فضل الحق فاروقي)

 

د محمد نبي، مجیب الرحمن، او عظمت الله عمرزي په ګډون لس نور افغان لوبغاړي سبا بولۍ ته وړاندې کیږي. یو نوم چې په هندي رسنیو کې یې غوغا جوړه کړې، عمرزی دی. عمرزی په نړیوال جام کې د افغانستان لپاره یو ښه د تیز توپ اچوونکی الراونډر ثابت شو چې د کرېکټ په نړۍ کې نن سبا ډیر کم پیدا کیږي. نوموړي د ښې ګارکردګۍ سره د مختلفو لوبډلو پام ځان ته راړولی دی، وړاندوینه کیږي چې سبا به یې د یاد لیګ په بولۍ کې بازار ګرم وي.

د معلوماتو له مخې ګجرات به یوه له هغو لوبډلو وي چې عمرزی له ځانه سره کړي، دوي خپل لوبډلمشر او د تیزې توپ اچوونې الراونډر پانډیا له لاسه ورکړ، عمرزی په ښه توګه دغه تشه ډکولی شي. چیناې، راجستان او حیدراباد لوبډلو هم د نوموړي په رانیولو کې علاقه ښودلې ده.


د عمرزي تر څنګ د ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد او وقار سلامخیل د اخیستلو چانس هم شته. ابراهیم په نړیوالو سیالیو کې خپله وړتیا ښودلې، ښکاره مثالونه یې په اسیا جام کې د هند خلاف د لوبډلې ابرو ساتل او تیر نړیوال جام یادولی شو. قیس او وقار که څه هم په ملي لوبډله کې دومره نه دی لوبېدلی، خو په تجارتي لیګونو کې ډیر ښه ثابت شوي او شاید ددغې پر بنیاد لوبډلې یې پیرلو ته زړه ښه کړي.

افغان لوبغاړي او د پیل بیې

۱ – مجیب الرحمن (۲ کروړه هندي روپۍ)
۲ – محمد نبي (۱.۵ کروړه هندي روپۍ)
۳ – عظمت الله عمرزی (۵۰ لکه هندي روپۍ)
۴ – محمد وقار سلامخیل (۵۰ لکه هندي روپۍ)
۵ – ابراهیم ځدراڼ (۵۰ لکه هندي روپۍ)
۶ – نجیب الله ځدراڼ (۵۰ لکه هندي روپۍ)
۷ – قیس احمد (۵۰ لکه هندي روپۍ)
۸ – فرید احمد (۵۰ لکه هندي روپۍ)
۹ – اظہارالحق نوید (۳۰ لکه هندي روپۍ)
۱۰ – الله غضنفر (۲۰ لکه هندي روپۍ)

افغان لوبغاړو ته ښه چانس

راشد خان ولې د بېګ باش په راتلونکي پړاو کې نه لوبیږي

د افغان ملي لوبډلې غوره توپ اچوونکی او د کرېکت د نړۍ ستوری راشد خان د اسټرالیا د سوداګریز لیګ بېګ باش په راتلونکي پړاو کې نه لوبیږي.

د خان د نه لوبېدو لامل د نوموړي د ملا درد ښوول شوی.

د بېګ باش مسوولینو هم د یاد لیګ په رسمي فېس بک پاڼه د راشد خان د نه لوبېدو خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې نوموړی د ملا په برخه ټپي کې دی او د بېګ باش له ۱۳ پړاو وتلی دی. په دغه لیکلو کې زیاته شوې چې«موږ به دې یادوو راشده.»

 

د رسنیو د راپورونو له مخې د راشد خان ملا درد کوي او له همدې امله د درملنې لپاره برېټانیا ته تللی.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د اسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره یو ورځنۍ لوبلړۍ لغوه کړه او لامل یې هم افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو نقض ګڼلی وو.

 


اوس د کرېکټ ډېری شنونکي په دې باور دي چې ښایي راشد خان له افغانستان سره د اسټرالیا د لوبو د لغوه کولو له امله د بېګ باش راتلونکي پړاو له لوبولو لاس اخیستی وي خو تراوسه د افغانستان کرېکټ بورډ او راشد خان په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

له افغانستان بچ شوې اسټرالیا له سویلي افریقا هم ځان وژغورو

له افغانستان بچ شوې اسټرالیا له سویلي افریقا هم ځان وژغورو

د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام د نیمه پای لوبو په درشل کې اسټرالیا له سویلي افریقا هم بچ شوه.

اسټرالیا چې نیمه پای لوبې ته د وتلو لپاره په ډېره سخته د افغانستان له خوا له ماتې خوړلو بچ شوې وه، پرون د نړیوال جام نیمه پای لوبه کې له سویلي افریقا هم په سخته وژغورل شوه او بلاخره یې ځان پای لوبې ته ورساوه.

 

اټکل کېده که افغان لوبډلې له اسټرالیا لوبه ګټلی وی له سویلي افریقا هم ورته ګټل اسانه کېدل او کېدی شي د دغه اټکل سره سم اوس افغان لوبډله په پای لوبه کې له هند سره وه.

اوس هند ماته کړې اسټرالیا د روان نړیوال جام پای لوبه کې یو ځل بیا له هند سره مخامخ کیږي.

اسټرالیا چې اته ځله د نړیوال جام پای لوبو ته وتلې او پنځه ځله یې اتلولي ګټلې په هند یې سترګه سره ده.

 

 

خو له بلې خوا په روان نړیوال جام کې د اسټرالیا سفر ان د افغان لوبډلې په پرتله هم دومره خوندور نه وو او وروستۍ لوبې یې په بېکاره ډول وګټلې.

په ورته مهال بیا د اسټرالیا مقابل کې هندۍ لوبډله په خپل کور او لوبغالي کې لوبیږي او تر دا مهاله یې د نړیوال جام ټولې لوبې ګټلي نو پر دې بنسټ پر اسټرالیا یې زور بر ښکاري او اسانه به نه وي چې د نړیوال جام ټرافي له هند ووځي.

ټاکل شوې د هند او اسټرالیا ترمنځ د نړیوال جام پای لوبه د نومبر په ۱۹مه د یکشنبې په ورځ د هند په ترټولو لوی لوبغالي احمد اباد کې ترسره شي.

 

 

ښایي د هند د لوبې نندارې لپاره لومړی وزیر نرېندرا مودي، نور سیاستوال، د هند مشهور فلمي لوبغاړي، ادا کاران او د کرېکټ پخواني لوبغاړي هم لوبغالي ته راشي.

بشري حقونه او که دوه پواېنټونه؟

د یو ورځنۍ لوبلړۍ له لغوه کولو وروسته اسټرالیا له افغانستان سره مخامخ کیږي

ټاکل شوې د نړیوال جام په دوام د نومبر په اوومه افغان ملي لوبډله له اسټرالیا سره لوبه وکړي.

دا چې اسټرالیا هم د کرېکټ د نړۍ پیاوړې او مخکښه لوبډله ده، افغان مینه وال د پاکستان په ګډون له نورو لوبډلو سره د تېرو لوبو په څېر له اسټرالیا سره هم لېواله دي او د یوې په زړه پورې لوبې لیدو ته شېبې شمېرې.

 

 

په همدې حال کې اسټرالیا د روان کال په جنورۍ میاشت کې له افغان لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبلړۍ لغوه کړه او لامل یې هم افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز ښودلی وو او ویلي یې وو چې د بشري حقونو مسله ورته مهمه ده.

تازه افغان چټک توپ اچوونکي نوین الحق اسټرالیا ته په کنایه آمېز ډول ویلي چې ایا اسټرالیا ته اوس هم د بشري حقونو مسله مهمه ده که د نړیوال جام دوه پواینټونه.

 

نوموړي په خپله انسټګرام سټوري داسې کښلي:

«د دوه اړخیزه لوبلړۍ له انکار وروسته، اوس به په زړه پورې وي چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ په نړیوال جام کې هم په خپل دریځ ودریږي او که دوی ته له “بشري حقونو” دوه پواینټونه مهم دي.»

د نوین دغو څرګندونو پراخ مخالف او ملاتړي غبرګونونه راپارولي خو ډېری افغان مینه والو له نوین ملاتړ کړی او د نوین څرګندونې یې سمې، پر ځای او پر وخت بللې دي.

افغانستان د ګټې لیوالې مستعدې او هڅاندې هالنډۍ لوبډلې پر وړاندې

افغانستان په خپلې اوومې لوبې کې له یوې با انرژي, د ګټې لیوالې, مستعدې او هڅاندې لوبډلې سره مخامخ دی.   دوی د ای سي سيبشپړ غړي نه دي, خو درې بشپړ غړي یې مات کړي.

افغانستان چې په لومړي ځل په شل اوریز نړیوال جام کې لوبېده، یوه لوبه یې له جنوبي افریقا سره وه. زما یادېږي هغه مهال د جنوبيافریقا کپتان ګریم سمیت ویلي وو چې د افغانستان لوبډله د کیلې د پوټکي په څېر ده، هره لوبډله پرې ښویدای شي. هغه وخت افغانستاندوې لوبې درلودې او دواړه یې وبایللې او کومه لوبډلې پرې ونه ښویده، خو په دې نړیوال جام کې د هالنډ لوبډله همدغسې ده. دوې لوبډلېجنوبي افریقا او بنګله دېش پرې ښویدلي دي.

 

 

افغانستان د جمعې په ورځ په نړیوال جام کې له هالنډ سره لوبه کوي. افغانستان په شپږو کې درې او هالنډ دوې لوبې ګټلې دي.

هالنډ په فیلډینګ، بالینګ او بیټینګ درې واړو کې ښه ځلېدلی, دوی د همدغه نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې ویسټ انډیز ته هم ماتېورکړه.

د دوی کپتان ایډوارډز، نور لوبغاړي اکرمن، بس دې لید، ون بیګ او ځینې نور یې مهم لوبغاړي دي او په دغو دوو بریو کې یې مهم روللوبولی دی. د هالنډ اکثریت لوبغاړي د انګلنډ په کاونټیو او کلبونو کې لوبېږي او همدا علت دی چې کرکټ یې ډېر ښه دی. دوی تر اتم اونهم لوبغاړي پورې هم بیټینګ کولای شي، الراونډران یې زیات لري.

تېرو لوبو ته په کتو د هالنډ لوبغاړي تېز بالران ښه لوبولای شي، مګر له سپن یا ورو توپ اچوونکو سره ستونزه لري، په دې هیله چېافغانستان دې ټکي ته پام وکړي.

 

 

دا لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده او په بري سره به یې په جدول کې نور هم مخکې شي او ورسره سیمې فاینل او تر ټولو مهمچمپین ټرافي ته یې ورتګ کې ډېره مرسته کوي.

د افغانستان په لوبډلې کې فکر نکړم له ضرورت پرته کوم لوی تغیر راشي، خو د هالنډ کمزورتیا ته په کتو، شاید لکڼوال ښه انتخاب وي. لوبه په لکهنو کې ده، تېرو لوبو کې دا پچ د ورو توپ اچوونکو لپاره ښه و. خو روزونکي او کپتان به د پچ له کتو  وروسته اخري پرېکړهکوي.

افغانستان د لوبو ګټل پيل کړي، ان شاءالله چې له هالنډ څخه به یې هم وګټي. د پاکستان او سري لانکا سره د لوبو په څېر د ورکړل شويپلان تطبیق او ښه لوبه بری راوي. خو هالنډ باید اسان ونه ګڼل شي.

 

 

د افغانستان او هالنډ وروستۍ لوبې

افغانستان د ۲۰۲۲ د جنورۍ په میاشت کې په قطر  کې له هالنډ سره درې یوه ورځنۍ لوبې وکړې. هغه لوبې د همدغه نړیوال جام ته دورتګ لوبې وې. افغانستان درې صفر هالنډ ته ماتې ورکړه. هلته د هالنډ یو لوبغاړی کېنګما جریمه شوی هم و او له څلورو نړیوالو لوبو بندشوی و. هغه په لوبه کې «بال ټمپرینګ» کړی و.  بال ټمپرینګ هغه کار ته ویل کیږي چې په لوبه کې لوبغاړي په هرې وسیلې سره چې وي‌د توپ د اصلي بڼې د خرابولو هڅه وکړي او یا یې خرابه کړي. کېنګما په نوکانو باندې د بال بڼه خرابه او کنډ او کپر یې کړې وه، کله چېبال خراب شي بیا سوینګ ښه کېږي او هغه وخت کې توپ‌ وهونکي ته سرخوږی جوړیږي. دا کار د آی سي سي د قانون او ورزشياخلاقو ضد دی.

د افغانستان د بري په هیله.