Category: کرکټ

د ۲۰۲۵ کال چمپین ټرافي: د افغانستان ګډون څنګه شونی دی

د پنځوس اووریز نړیوال جام اووه مخکښې لوبډلې او کوربه پاکستان به د چمپین ټرافي په راتلونکي پړاو کې د ګډون حق ولري.

د اي اېس پي اېن مجلې د راپور پر اساس دغې ټورنمنټ ته د لار موندنې معیار او شرط د روان نړیوال جام په فهرست کې په لمړیو اته لوبډلو کې راتلل دي. د دوي په وینا لدې څخه تر اوسه هیڅ هیواد خبر نه وو او دا پرېکړه په وروستیو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا لخوا نهایي شوې ده.

 

 

افغانستان دا وخت په نړیوال جام کې د انګلینډ، نیدرلینډ او بنګلدېش مخکې په اووم مقام قرار لري. په شویو پنځه سیالیو کې یې دوه ګټلي او درې یې باېللي. پاتې څلور لوبې یې د سرېلانکا، نیدرلینډ، سوېلي افریقا اواسټرالیا هیوادونو سره دي. په ځاې د پاتې کېدو یا مخکۍ تګ لپاره بایدلږ تر لږه دوه لوبې نورې هم وګټي.

هغه بشپړ غړي هیوادونه چې په نړیوال جام کې ګډون نلري (لکه وېسټ انډیز، زمبابوی او ایرلینډ)، چمپین ټرافي ته د کولېفاې یا لارموندنۍ لپاره هیڅ موقع نلري.

پاکستانۍ لوبډله د چمپین ټرافي برحال اتله لوبډله ده. دوي په ۲۰۱۷ کال کې هند په پاې لوبه کې په ماتې ورکولو سره یاد جام خپل کړیوو.

 

کچیرې افغانستان په لمړیو اته لوبډلو کې راشي او چمپین ټرافي ته لاره پیدا کړي، دا به د افغان کرېکټ په تاریځ کې لمړی وار وي چې افغانستان دا لاس ته راوړنه او ویاړ خپلوي.

نړیوال جام: بل پړاو ته د پاکستان ۷ سلنه چانس

له نړیوال جام د پاکستان کډې په بارېدو دي

پاکستان په نړیوال جام کې پرلپسې څلورمه ماتې هم وخوړه.

پاکستانۍ لوبډله د افغانستان له خوا له سختې ماتې خوړلو وروسته د سویلي افریقا له خوا هم ماته شوه.

د پرلپسې څلورو ماتو له خوړلو وروسته په نړیوال جام کې د پاکستان سفر او مخ ته تګ ناباوري شو.

که پاکستان خپلې پاتې لوبې وګټي او اسټرالیا پاتې لوبې وبایلې او په څنګ کې یې سریلانکا له پاتې لوبو یوه وبایلې پاکستان ته اړتیا ده چې راتلونکې لوبې په ښه رن رېټ وګټي نو بیا کولی شي چې د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته لار پیدا کړي.

خو داسې ښکاري چې پاکستانۍ لوبډله به ونه توانیږي د راتلونکي پړاو لپاره دغه شرطونه عملي کړي ځکه د پرلپسې څلورو ماتو له خوړلو وروسته یاده لوبډله خورا ډېره ناهیلې او بې وسه ښکاري.

له بل خوا له افغانستانه ماتې خوړل د پاکستانۍ لوبډلې لپاره د زړه تر ماتېدلو هم سخته وه.

پاکستان هغه ډول چې فکر کاوه افغان لوبډله کمزورې ده او د دوی سیالي نه شي کولی خو داسې ماتې یې ترې وخوړه چې د پاکستان د کرېکټ په ټول تاریخ کې به یې نوم هېر نه شي.

اوس ټول پاکستان په دې باور دی چې نور د هند سیالي نه شي کولی او د دوی تر ټولو ډېر سرسخت سیال افغانستان دی ځکه تر څلورو ورځو یې له افغان لوبډلې پر ماتېدو ماتم وکړ او له افغانستان سره سر وهل هم ورته اوس اسانه نه ښکاري.

‎د انګلینډ خلاف د افغانستان تاریخي برلا

‎د انګلینډ خلاف د افغانستان تاریخي برلا

له کلونو وروسته نړیوال جام کې د افغانستان بریا او د هېواد والو خوښۍ

افغانستان له کلونو وروسته په نړیوال جام کې بریا ترلاسه کړه.

د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو په درشل کې افغانستان پرون د انګلېنډ پر وړاندې ولوبېد.

افغان لوبډلې د رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل په غوره توپ وهنې سره انګلېنډ ته نسبتاً متوسط هدف ورکړ.

په دې لوبه کې هېواد وال او مینه وال د ګربز او علي خېل له توپ وهنې راضي وو خو بیا هم د لوبغاړو ځینې تېروتنې وې چې ګربز د سلیزې له پوره کولو وړاندې په اتیا منډو او ورپسې نور لوبغاړي هم زر زر وسوځېدل او دا هغه څه وو چې بریا ته یې د هېواد والو تمې کم رنګه کړې.

خو افغان لوبډلې د توپ وهنې پر مهال خپلې تېروتنې په توپ اچوونه کې جبران کړې او انګلېنډ یې پرېنښود چې هدف ته ځان نږدې کړي.

په ټوله افغان توپ اچوونکو ښه توپ اچوونه وکړه، په ځانګړې توګه د مجیب، راشد او د نبي د ورو توپ چاونې چادو د انګلینډ د منډو جوړولو مخه ډب کړه او له پښو یې وغورځول، افغانستان ته یې د نړیوال جام برحاله اتلې لوبډلې وړاندې د ۶۹ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

له دې بریا سره هم مهاله په هېواد دننه او بهر افغانانو د افغانستان یاده لاسته راوړنه په شور او ولولو ولمانځله او د ښارونو پر سړکونو یې اتڼونه وکول.

د افغان لوبډلې مینه وال په دې باور دي چې افغانستان د خپلې وړتیا په ښکاره کولو سره ثابته کړه چې کولی شي نورې لوبې هم وګټي.

په ورته مهال د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ یو شمېر مشهورو لوبغاړو هم افغانستان او افغانانو ته د دغې بریا مبارکي ورکړې او د افغان لوبډلې د په زړه پورې لوبې ستاینه یې کړې.

په همدې حال کې د افغانستان پرونۍ په زړه پورې لوبې هغه لوبډلې په خطر کې واچولې چې په نږدې ورځو کې ورسره مخامخ کیږي.

د افغان لوبډلې راتلونکې سیالۍ د اکټوبر په ۱۸مه له نیوزېلنډ او درویشتمه د ګاونډي پاکستان سره مخامخ کیږي.

د ۲۰۲۳ کال اسیایي سیالۍ: افغانستان پاکستان مات کړ

د ۲۰۲۳ کال اسیایي سیالۍ: افغانستان پاکستان مات کړ

د ۲۰۲۳ کال اسیایي سیالیو په لړ کې د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې پاکستان مات کړ

د ۲۰۲۳ کال اسیایي سیالۍ چې د چین په کوربتوب ترسره کیږي په کې د نورو ورزشونو ترڅنګ کرېکټ ته هم ځای ورکړل شوی.

د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا په اسیایي سیالیو کې د کرېکټ ۱۴ لوبډلې ټاکل شوې وې چې مخکښو لوبډلو یې وار د مخه کواټر فاینل ته لار لرله.

نن د دغو سیالیو په لړ کې د افغانستان د کرېکټ الف یا د افغان ابدالیانو لوبډلې په نیمه پای لوبه کې پاکستان ته په څلور وېکټو ماتې ورکړه او د اسیایي سیالیو پای لوبې ته ووته.

د افغان ابدالیانو لوبډله سبا په چین کې د اسیایي سیالیو پای لوبه کې له هند سره مخ کیږي. دا لومړی ځل دی چې هند په اسیایي سیالیو کې لوبیږي.

په همدې حال کې د ۲۰۱۰ کال په اسیایي سیالیو کې د کرېکټ لوبو لومړی پړاو ترسره شوی وو چې بنګله دېش ګټلی وو. په دویم پړاو کې یې چې په ۲۰۱۴ کال کې ترسره شوی وو افغانستان پای لوبې ته وتلی وو خو اتلولي سریلانکا ګټلې وه.

او دا چې د ۲۰۲۳ کال پړاو کې هندوستان هم شته او د ملي لوبډلې خورا پیاوړي او مخکښ لوبغاړي ورسره لوبیږي نو له همدې امله به له هندۍ لوبډلې بریا ګرانه وي خو د افغان ابدالیانو لوبډلې نن پاکستان ته په ماتې ورکولو سره ثابته کړه چې د پخوا په پرتله لا ډېر پیاوړي دي.

د ښځینه شل اووریز نړیوال جام روانه میاشت په سوېلي افریقا کې ترسره کیږي.

د ښځینه شل اووریز کرکټ نړیوال جام روانه میاشت په سوېلي افریقا کې ترسره کیږي. د دغه جام د ګټلو لپاره به د لس هیوادونو تر منځ د فیبروۍ له لسمې نیټې څخه تر شپږویشتمې نیټې پورې سیالۍ ترسره شي.
 
په یاد جام کې لس ګډونوالې لوبډلې په دوه ګریوپونو تقسیم شوې دي. په لمړي ګروپ کې:
اسټرالیا، بنګلدېش، نیوزلینډ، سوېلي افریقا او سرېلانکا دي.
په دوهم ګروپ کې:
انګلینډ، هندوستان،ایرلینډ، پاکستان او ویسټ انډیز ځای پر ځای شوي دی.
 
د ښځینه شل اووریز نړیوال جام اتله لوبډله اسټرالیا هیواد دی چې اوس له خپلې اتلولۍ دفاع کوي، اسټرالیا د کرکټ نړېوالې شورا په درجه بندۍ کې هم پر لمړي مقام قرار لري.
 
 
د اسټرالیا ښځینه کرکټ لوبډله
د اسټرالیا په شمول اووه لوبډلو په مستقیم ډول د اې سي سي له درجه بندۍ لاره پیدا کړې، سوېلي افریقا ته د کوربتوب له وجې د ګډون حق ورکړل شوی او دوه هیوادونو (بنګلدېش او اېرلینډ) د کولیفاینګ راونډ (یاد جام ته د لار موندنې پړاو) څخه لاره پیدا کړې.
 
په ګروپي پړاو کې هره لوبډله د ګروپ د نورو لوبډلو سره یوه یوه سیالې کوی (راونډ روبېن)، له ګروپي پړاو به دوه مخکښې لوبډلې نیمه پای لوبې ته وځي، په نیمه پاې لوبو کې ګټونکې لوبډلې پاې لوبې ته او په اخیر کې ګټونکې لوبډله به اتلولي ګټي.
 
د سوېلي افریقاښځینه کرکټ لوبډله

د کرکټ اسیایي شورا ناسته او افغانستان لپاره ښه زیري:

د کرکټ اسیایي شورا ناسته او افغانستان لپاره ښه زیري:
– له دې شورا څخه د افغانستان لپاره کلنۍ ځانګړې شوه بودیجه کې زیاتوالی راغلی، دغه بودیجه مخکې شږ فیصده او اوس پنځلس فیصدو ته لوړه شوه.
 
– په غونډه کې د ځينو ګډونوالو هېوادونو سره په دوه اړخیزو لوبو خبرې شوي چې تر اوسه یې جزئیات معلوم نه دي.
 
– ګډونوالو هېوداونو افغان کرکټ ته ډاډ ورکړی چې د نجونو د کرکټ په وده کې به ورسره مرسته او دې اړه به یې ملاتړ کوي.

د کرکټ د نړېوالې شورا د کلنیو جاېزو ګټوونکي لوبغاړي

د کرکټ د نړېوالې شورا د کلنیو جاېزو ګټوونکي لوبغاړي:
 
– د کال غوره ځوان لوبغاړی: د سوېلي افریقا مارکو یانسن.
 
د ټیسټ لوبو د کال غوره لوبغاړی: د انګلینډ بین سټوکس.
 
د شل اووریزو لوبو د کال غوره لوبغاړی: د هند سوریا کومار یادو.
 
د یوه ورځنیو لوبو د کال غوره لوبغاړی: د پاکستان بابر اعظم.
 
د اسوسیټ لوبډلو د کال غوره لوبغاړی: د نامیبیا جیرارډ ایراسمس.