Category: cricket

افغان لوبغاړو په روژه خوله او سترو کارنامو اېرلېنډ ته ماتې ورکړه


افغان لوبډلې ایرلېنډ ته په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۱۷ منډو په ستر توپیر ماتې ورکولو سره د یادې لوبلړۍ اتله شوه.

افغانستان یو ځل بیا د معمول په څېر دا لوبه هم د لوبغاړو په جادویي توپ اچوونې وګټله.

د لوبې پچه اېرلېنډ ګټلې وه او د خپلو لوبغاړو د قوت نقطې ته په کتلو یې د تل په څېر لومړی توپ اچوونه وټاکله.

افغانستان که څه هم د توپ وهنې پیل ښه وکړ او پیلیز لوبغاړي رحمن الله ګربز نیمه سلیزه جوړه کړه.
خو بل پیلیز لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ دا ځل ونه توانېد ډېرې منډې جوړې کړي او خپله وېکټ یې زر له لاسه ورکړه چې همغه وو د لوبغاړو د سوځېدو تسلسل دوام وکړ او پرلپسې څو چټکې وېکټې لاړې او هدف هېڅ ښه مخکې ولانړ.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه ملګرتیا د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او محمد نبي ترمنځ وشوه چې ۹۷ منډې ملګرتیا یې وکړه او هدف یې له ۲۰۰ منډو واړوو.

په ورته مهال افغان لوبغاړو وروستۍ یو ورځنۍ لوبه په روژه خوله وکړه او د نبي او شهیدي د توپ وهنې پر مهال یې د ماښام له اذان سره سم خپله روژه ماته کړه.

د لوبغاړو له روژه ماتي او لمونځ وروسته د افغانستان د توپ اچوونې په پاڼۍ کې ځوانو توپ اچوونکو په ځانګړې توګه ننګیالي خروټي په خپلې لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې حیرانوونکې ننداره وړاندې کړه.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي د ډېر کله په څېر بیا هم د توپ اچوونې ښه پیل وکړ او د اېرلېنډ یو لوبغاړی یې په پیل کې وسوځاوه.

له دې وروسته محمد نبي او ننګیال خروټي په فوق العاده او په زړه پورې توپ اچوونې سره د افغانستان لپاره په دغه لوبه کې سترې کارنامې وکړې.

نبي یو وار بیا ثابته کړه چې د نړۍ بهترین الراونډر دی.
نوموړي د خپل لوبیز ژوند بهترینه توپ اچوونه وکړه، د پنځه لوبغاړو د سوځولو تر څنګ یې ۴۸ منډې جوړې کړې. او په ټوله کې یې د یو مشر او مجرب لوبغاړي رول ادا کړ.

بل خوا ننګیال خروټی چې لومړنۍ نړیواله لوبه یې وه، په خپل لومړنۍ اوور کې یې دولس منډې ورکړې او تر فشار لاندې وو، خو نبي یې لاس ونیو او حوصله یې ورکړه او هماغه وه چې د ایرلینډي لوبغاړو د منډو جوړولو خنډ او وېکټو اخیستو سبب شو.

ننګیال له شاپور او مجیب وروسته دریم افغان لوبغاړی دی چې په خپله لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې څلور لوبغاړي سوځوي.

شننوکي په دې باور دي چې نوموړی په راتلونکې کې د محمد نبي ښه ځای ناستی جوړېدلی شي.

په همدې حال کې د یادې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمد نبي، د سټایلېش لوبغاړي ننګیال خروټي او د لوبلړۍ غوره لوبغاړي جایزه رحمن الله ګربز ته ورکړل شوه.

د نوین اړوند د پېښور زلمو لوبډلې یو وار بیا نیمه پای لوبې ته ووتله

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل د دوام په درشل کې د نوین الحق اړوند لوبډلې د نهم ځل لپاره نیمه پای لوبې ته لار وویسته او د دویم ځل لپاره یې د اتلولۍ ګټلو لپاره د مینه والو هیلې را ژوندۍ کړې.

د پېښور زلمو لوبډلې په روان پي اېس اېل کې ټولې نهه لوبې کړي چې له دې ډلې یې پنځه ګټلي، درې بایللي او یوه یې بې پایلې پای ته رسېدلې.

دا د یادې لوبډلې نهم وار دی چې نیمه پای لوبې ته لار پیدا کوي او څلور ځله پای لوبې ته وتلې؛ خو پرته له یو ځل اتلولۍ ګټلو بېرته هر وار تش لاس را ستنه شوې ده.

په همدې حال کې په سږني سوپر لیګ کې له پېښور زلمو سره یوازنی افغان لوبغاړی نوین الحق دی.

نوین د وېکټ پر اخیستو خوشحالي کوي

نوین ته د پېښور زلمو په پنځو لوبو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی او په هره هغه لوبه کې چې نوین الحق ورسره نه وو، بایللې یې دي.

که څه هم د توپ اچوونې پر مهال د نوین د منډو د ورکړې کچه زیاته وي خو بیا هم په مهمو شېبو کې اغېزناکه توپ اچوونه کوي او د لوبغاړو په سوځولو د پېښور زلمو د بریا لپاره لاره هواروي.

په ورته مهال د سوپر لیګ په سږني پړاو کې تر ټولو ډېرې مخکښې منډې جوړونکی لوبغاړی د پېښور زلمو لوبډلمشر بابر اعظم دی چې ۴۴۷ منډې یې کړي او په توپ اچوونه کې انګلېنډی لوبغاړی لوکو ووډ دی چې په اتو لوبو کې یې لس وېکټې اخیستي دي.

نور علي ځدراڼ د ۱۵ کلن مزل وروسته له نړیوال کرېکټ لاس واخیست

د افغانستان ملي لوبډلې پیلیز توپ وهوونکي نور علي ځدراڼ پرون د ایرلېنډ پر وړاندې د لوبې له پیل مخکې له هر ډول نړیوال کرېکټ تقاعد اعلان کړ. له لوبې وړاندې افغان لوبډلې نوموړي ته په احترام ودرېدل او د کرېکټ د رواج سره سم، د بیټونو د کارډ اف آنر په جوړولو رخصت او له نوموړي مننه وکړه.

ځدراڼ په ۲۰۰۹ کال کې په کرېکټ پیل کړی وو چې په دې ۱۵ کلن مزل کې یې ټولې دوه ټېسټ، ۵۱ یو ورځنۍ او ۲۳ شل اوریزې نړیوالې لوبې وکړې.

د ځدراڼ د لمړیو کلونو د سیالیو انځور

نوموړي د ۵۱ یو ورځنیو نړیوالو لوبو په ۵۰ اننګزونو کې ۱۲۱۶ منډې او د ۲۳ شل اوریزو نړیوالو لوبو په ۲۳ اننګزونو کې ۵۹۷ منډې جوړې کړې.

په یو ورځنیو لوبو کې د ځدراڼ تر ټولو ډېرې منډې ۱۱۷ دي او په شل اوریزو کې ۶۳ دي چې په ټوله کې یې د یوې سلیزې او یوولس نیمه سلیزو پر مټ نږدې ۲ زره منډې جوړې کړي دي.

ځدراڼ که څه هم پخپله د کرېکټ سره مخه ښه وکړه خو افغان کرېکټ ته یې د خپلې روزنې لاندې د کورني دوه نور ځوانان ابراهیم ځدراڼ او محیب ځدراڼ روزلي چې اوسمحال د افغان ملي لوبډلې برحاله غړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په لوبډله کې د پوخ عمره لوبغاړو پر شتون نیوکې زیاتې شوي او غوښتنه دا ده چې ځوانو او وړ لوبغاړو ته دې ځای ورکړل شي.

ایرلینډ په کرېکټ کې د خپل لوبیز تاریخ ستره بریا خپله کړه

افغانستان ته په ماتې ورکولو ایرلېنډ د ټېسټ فارمټ په تاریخ کې لومړنۍ بریا ثبت کړه

د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ یوازنۍ ټېسټ لوبه د سیالې لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

په ټوله کې د افغانستان لپاره د دې لوبې تر ټولو نسبتاً ښه ورځ دویمه ورځ وه چې په ۲۶۳ منډو د ایرلېنډ ټوله لوبې په دویمه ورځ د افغان لوبډلې پیل په دې ښه نه وو چې د سور توپ فارمټ نه د تمې خلاف یې دوه لوبغاړي زر له لاسه ورکړل.

خو په همدې حال کې لوبډلمشر شهیدي له نورعلي ځدراڼ سر تر یو وخته پر ویشتنځای ودرېد او له ځدراڼ او له دې وروسته یې له ګربز سره د منډو ښه ملګرتیا وکړه.

ایرلینډ د اتلولۍ جام د جیګولو پر محال

خو پرون په دریمه ورځ لوبډلمشر شهیدي او ګربز ته سترګې وې چې وبه کولی شي افغانستان ته ښه پیل ورکړي مګر شهیدي د ورځې په سر کې وسوځېد او له دې وروسته ناصر جمال نه چې په تېرو لوبو کې ښه نه دی ځلېدلی، تمه کېده چې له ګربز سره به منډو ته چټکتیا ورکړي خو ویې نه شول کولی تر ډېره پر ویشتنځای پاتې شي او په دوه منډو اوټ شو چې په دې سره ډېر مسوولیت او فشار ګربز ته ور وګرځېد.

له جمال وروسته کریم جنت هم د ګربز ملا ونه شوه تړلی او له ګربز مخکې یې کډې بار کړې چې په دې سره نوموړی اړ شو د معمول په څېر د لوبې لوری بدل کړي ورو او محتاط ولوبیږي چې په همدې حال کې یې وېکټ هم له لاسه ورکړه.

افغان لوبډلې د ایرلېنډ په دویمه پاڼۍ کې د توپ وهنې ښه پیل درلود.
او نوید ځدراڼ په همغه سر کې دوه لوبغاړي وسوځول خو دې هم د ایرلېنډ د لوبغاړو اراده کمزورې نه کړه او د ۱۱۱ منډو هدف یې د څلورو لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ.

افغانستان ایرلېنډ ته د دې لوبې په بایللو سره تاریخ ور بدل کړ او ایرلېنډ د سور توپ په فارمټ کې لومړنۍ بریا ثبت کړه.

افغان لوبډله په دریمه ورځ

دا په داسې حال کې ده چې دا سږکال په ټېسټ فارمټ کې د افغانستان پرلپسې دویمه ماتې ده، تر دې وړاندې یې سریلانکا ته هم یوازنۍ ټېسټ لوبه ورکړې وه.

په ورته مهال د افغانستان پرلپسې ماتو مینه وال خواشیني کړي او د لوبغاړو پر غوراوي یې غوغاوې راپورته کړي.
دوی د لوبډلې پر انتخاب نیوکه لري او ټینګار کوي چې لوبغاړي د واسطو او شناخت پر بنسټ غوره کیږي خو افغان کرېکټ بورډ تراوسه د مینه والو اندېښنو ته غبرګون نه دی ښودلی.

هندي بورډ ۳۰ لوبغاړو ته کلني قراردادونه ورکړل

هندي بورډ له یو لړ نویو بدلونونو سره د خپلو لوبغاړو قراردادونه خپاره کړل

د هند کرېکټ بورډ په بېلابېلو کټګوریو کې له نویو بدلونونو سره د خپلو لوبغاړو د مرکزي قراردودونو نومونه اعلان کړل.

یادې ادارې خپلو دېرشو لوبغاړو ته په څلورو کټګوریو کې قراردادونه ورکړي چې ای پلس، ای، بي او سي کټګورۍ یې د یادولو دي.

په ای پلس کټګورۍ کې یوازې څلورو لوبغاړو ته مرکزي قرار داد ورکړل شوی، په ای کې له دریو نویو لوبغاړو سره شپږ لوبغاړو ته، په بي کې د دوو لوبغاړو په شا ته تګ او یو لوبغاړي په مخ ته تګ سره پنځو لوبغاړو ته او په سي کټګورۍ کې د لسو نویو لوبغاړو په ګډون ۱۵ لوبغاړو ته مرکزي قرار داد ورکړل شوی.

همداراز د ایشان کیشن، شریس ایر او اومېش یادو په ګډون شپږو لوبغاړو ته سږکال مرکزي قراردادونه نه دي ورکړل شوي.

سږکال د هندي بورډ له خوا د دغو قراردادونو د معاش په اړه څه نه دي ویل شوي خو تېر کال یې د همدې کټګوریو له مخې د ای پلس کټګورۍ لوبغاړو اووه کروړه هندۍ روپۍ، د ای قرارداد پنځه کروړه هندۍ روپۍ، د بي درې کروړه او د سي کټګورۍ یو کروړ هندۍ روپۍ معاش ښودل شوی وو.

په ورته مهال له مرکزي قراردادونو ور ها خوا د هند د غوراوي کمېټې له بورډ غوښتي چې پنځو نورو تېزو توپ اچوونکو ته هم احتیاطي قراردادونه ورکړي چې د لوبغاړو د روغتیایي ستونزو پر مهال وکولی شي لوبه وکړي او له وړاندې چمتو اوسي.

په یادو پنځو لوبغاړو کې اکاش، ډیپ، اومران ملک، ویجی کومار، یاش دیال او کدیراپا شامل دي.

انډریو بېلبرني: د لوبغالي بدلیدل به مو په لوبډلې کوم تاثیر ونه لري

تازه د افغانستان او ایرلېڼد د ټېسټ مېچ لپاره ټاکل شوی میدان بدل شو

افغانستان او ایرېلنډ د راتلونکې چهارشنبې په ورځ خپله یوازنۍ ټېسټ لوبه پیلوي.

ټاکل شوې وه چې یاده لوبه د متحده عربي اماراتو په شېخ زائد لوبغالي کې ترسره شي خو د ایرلېنډ کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې دوی او افغان کرېکټ بورډ ته د میدان د مسوولینو له خوا خبر ورکړل شوی چې د شېخ زائد میدان د پنځه ورځو لوبې لپاره وزګار نه دی.

په دې سره د افغانستان او ایرلېنډ لوبه له شېخ زائد لوبغالي ټولرنس اوول (Tolerance Oval) ته بدله شوه.

د یادونې ده چې په ټولرنس اوول لوبغالي کې تراوسه هېڅ کومه ټېسټ لوبه نه ده ترسره شوې، دا به په کې لومړنۍ ټېسټ لوبه وي او په ټولیزه توګه به په ټوله نړۍ کې ۱۲۲ لوبغالی وي چې ټېسټ لوبه په کې ترسره کیږي.

د اېرلېنډ لوبډلمشر انډریو بېلبرني هم ویلي چې د لوبغالي بدلېدل به د دوی په لوبډلې او لوبغاړو کوم تاثیر ونه لري او د لوبې لپاره یې پوره چمتووالی ښودلی.

ولې ګربز د جریمې، او هسرانګا د جریمې او بندیز سره مخ شول؟

د افغانستان او سریلانکا د وروستۍ لوبې پر مهال د یو لړ سرغړونو له امله د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په دویم غوره توپ اچوونکي سریلانکایي وېنېندو هسرنګا او افغان ستوري رحمن الله ګربز بندیز ولګاوه او ناغه یې کړل.

هسرنګا د افغانستان پر وړاندې د وروستۍ شل اوریزې لوبې پر مهال د نو بال په اړه د لوبڅار پر وړاندې په غبرګون کې او له لوبې وروسته د خبري کنفرانس پر مهال لوبڅار ته په اشارې د توندو څرګندونو له امله له بندیز او مېچ فیس جریمې سره مخ شو.

هسرنګا په خپل دې کار سره د کرېکټ نړیوالې شورا درې ډیمیرېټ پواینټز ترلاسه کړل ، نوموړي په تېرو ۲۴ میاشتو کې هم دوه ډېمېرېټ پواینټز ترلاسه کړي وو، چې په سره یې پنځه شول.

د کرېکټ په اصطلاح کې هر هغه لوبغاړي ته ډېمېرېټ پواینټز ورکول کیږي چې اصول مات کړي او د کرېکټ له قوانینو سرغړونه وکړي چې هر لوبغاړی د پنځو ډېمېرېټ پواینټونو په ترلاسه کولو سره له بندیز سره مخ کیږي.

نو له همدې امله د سریلانکا د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر وینېندو هسرنګا د کرېکټ نړیوالې شورا له بندیز سره مخ شوی.
ښاغلی هسرنګا به د دې بندیز له مخې ونه شي کولی د سریلانکا په راتلونکې یوه ټېسټ لوبه، او یا دوه شل اوریزې او پنځوس اووریزې لوبې وي، نو ځکه د بنګلدېش خلاف راتلونکو دوه شل اووریزو سیالیو کې ګډون نخ شي کولی. او دا راز به د لوبې ۵۰ سلنه میچ فیس هم د ناغې په توګه د کرېکټ نړیوالې شورا ته ورکوي.

بل لور بیا افغان تېز توپ وهوونکی رحمن الله ګربز هم د سریلانکا پر وړاندې لوبه کې د اصولو نه د سرغړونې له امله له مېچ فیس جریمې سره مخ شوی.

ګربز د توپ وهنې پر مهال غوښتل د خپل بېټ ګرېپ یا ربړ بدل کړي چې د لوبڅار له خوا د څو-څو ځل خبرداري ورکولو سره هم ګربز د خپل بېټ ګرېپ بدل کړ او د کرېکټ اصول یې مات کړل چې له امله یې د کرېکټ نړیوالې شورا له غبرګون سره مخ شو.

د ګربز په دې کار سره د نړیوالې شورا د اصولو له مخې نوموړي ته یو ډیمرېټ پواینټ ورکړل شو، نوموړي ته په تېرو ۲۴ میاشتو کې یو بل ډیمیرېټ پواینټ هم ورکړل شوی وو چې له اوسني سره یې دوه شول.

په دې سره رحمن الله ګربز د ۱۵ سلنه میچ فیس ورکولو ناغه شوی.

دواړو لوبغاړو پر خپل ځان لګېدلی بندیز او ناغې منلي او د ورکولو پخلی یې کړی.

د نولس کلنو په نړیوالو جامونو کې د افغان لوبډلې مخینه

 

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې اووه ځله د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته لار پیدا کړې او له بېلابېلو لوبډلو سره لوبېدلې.

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې غوراوي پړاو کې ایرلېنډ ته له ماتې ورکولو وروسته د ۲۰۱۰ کال د ۱۹ کلنونړیوال جام ته لار پیدا کړه.

د دویم ځل لپاره د ۲۰۱۲ کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې او د دریم ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې په متحده عربي اماراتو کې د ۱۹ کلنو پهنړیوال جام کې ولوبېد او د لوبډلو په نوملړ کې یې اووم ځای خپل کړ.

 

 

د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله ورو ورو د کرېکټ په یوې مخکښې لوبډلې بدله شوه او د کرېکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولووروسته د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام ته یې هم لار ومونده.

 


د
۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې سفر دومره بریالی وو چې د د ۲۰۲۲ کال د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې یې نیمه پایلوبې ته هم لار پیدا کړه خو د انګلېنډ له خوا د ماتې په خوړلو سره یې په همدې پړاو کې سفر پای ته ورسېد.

 


په همدې حال کې د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله د ۲۰۲۴ کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې په ډي ګروپ کې له پاکستان، نیوزیلنډ او نیپال سرهلوبیږي.

په ټوله کې د ۱۹ کلنو نړیوالو جامونو موخه د هر هېواد د ملي لوبډلې لپاره د وړ او متسعدو لوبغاړو پیدا کول او په ملي لوبډلو کې ځایورکول دي.

 


په وروستیو کلونو کې د افغانستان ملي لوبډلې اتیا سلنه هغه لوبغاړي تشکیلوي چې د ۱۹ کلنو په ملي او نړیوالو جامونو کې لوبېدلي وواو له دې لارې یې ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړې.

د نولس کلنو نړیوال جام مخینه او د سږکال نولس کلنو جام پیاوړې لوبډلې

د نولس کلنو کم عمره نړیوال جام له ننه ۳۶ کاله وړاندې په ۱۹۸۸ کال کې پیل شوی او په دغه موده کې له افغانستان پرته د بېلابېلو هېوادونو د کرېکټ لوبډلو د یاد نړیوال جام اتلولي ګټلې ده.

د لومړي ځل لپاره او د ۱۹ کلنو د لومړي جام اتلولي په ۱۹۸۸ کال کې اسټرالیا ګټلې وه.

 

له ۱۹۸۸ کال راپه دې خوا تراوسه د ۱۹ کلنو ۱۴ نړیوال جامونه ترسره شوي او د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام په راتلونکو دوو ورځو کې د جنورۍ په ۱۹مه پیلیږي، چې د فبرورۍ په یوولسمه به پای ته ورسیږي.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام له پیل راهیسې هند پنځه، اسټرالیا درې، پاکستان دوه، انګلېنډ، بنګله دېش، سویلي افریقا او ویسټ انډیز یو-یو ځل د دغه نړیوال جام اتلولي ګټلې ده.

 

 

 

د سږکال نړیوال جام ګډون کوونکو هېوادونو له وړاندې خپلې لوبډلې اعلان کړي او وار د مخه یې د اتلولۍ ګټلو لپاره تابیاوې کړي.

هغه لوبډلې چې د یاد جام نیمه پایلوبې ته یې د وتلو احتمال ډېر دی او هڅه کوي چې اتلولي وګټي، د اسټرالیا، هند، پاکستان او سویلي افریقا لوبډلې دي.

کوربه هند د تاریخي لمړۍ لوبلړۍ لمړۍ لوبه وګټله

افغان لوبډله پرون د هند په موهالي لوبغالي کې له هندۍ لوبډلې سره د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې مخامخ شوه.

د لوبې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبغاړو په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو وېکټو په زیان مقابلې لوبډلې ته ۱۵۹ منډې هدف ورکړ.

 

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې افغان توپ اچوونکو ښه پیل واخیست او د هند دوه مهم لوبغاړي یې په لومړنیو اورونو کې وسوځول.

خو د لوبې وروستي اورونه د هندۍ لوبډلې په ګټې واوښتل او ټاکلی هدف یې د څلور لوبغاړو په زیان سره په ۱۷.۳ اورونو کې پوره کړ.

 

 

په افغان توپ اچوونکو کې مجیب ځدراڼ دوه او عظمت الله عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.

له لوبې وروسته د افغان ملي لوبډلې موقت لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وویل چې د توپ وهنې پیل مو ښه نه وو او د پلان مطابق د مناسب هدف په ټاکلو ونه توانیدو.

 

 

ځدراڼ زیاته کړه: که هدف مو څه ناڅه زیات وی بیا مو مقابله لوبډله تر وروستي اوور رسوله خو نوموړي په توپ وهنه او ډګر ساتنه کې نیمګړتیاوې ومنلې او د راتلونکو لوبو لپاره یې د ښه کولو ډاډ ورکړ.

افغانستان او هند به د لوبلړۍ د دویمې لوبې لپاره د راتلونکې یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د ماښام په شپږو بجو سره مخامخ شي.